1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کيم د وسلو د نوي سیسټم ازموینه تایید کړه

۱۳۹۸ مرداد ۲۰, یکشنبه

شمالي کوريا د جنوبي کوريا او امریکا له گډو نظامي تمریناتو څخه په استفادې سره خپل دوسلو نوئ سیسټم امتحان کړ. واکمن کیم یونگ اون د دې په خاطر دونالد ترمپ ته یو«کوچنئ معذرت» استولی دی.

https://p.dw.com/p/3NjN0
Nordkorea | Neue Raketentests
انځور: Reuters/KCNA

د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس، KCNA رپوټ ورکړی دی، چي دا د «یوې نوي وسلې د فیرولو ازموینه» وه. خو دهغې نور جزییات یې نه دي ورکړي. په پيونګ يانګ کي د دغه هیواد خارجه وزارت خبر ورکړی دی، چي دا « د متداولو وسلو د انکشاف یوه ازموینه وه»

کیم پخپله د نوي وسلې ازموینه رهبري کوله

د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس په حواله د پرون شنبه سهار(د اگست میاشتي نهمي) توغندۍ دغه ازموینه شخصأ پخپله جمهوررييس یونگ اون څارله. آژانس همدارنگه ویلي دي، چي کیم عملیاتي مرکز ته ورکښته او ازموینه یې رهبري کړه.

د جنوبي کوريا د حکومت د یوه نماینده په حواله شمالي کوريا په شرقي ساحل کي د هامهونگ د ښار سره نژدې په دغه ازموینه کي دوه احتمالأ بالاستیکي د لنډي فاصلې راکټونه فیر کړل سوي او تقریبأ ۴۰۰ کیلومتره لیري په بحر کي لویدلي دي.

دا د دوو اوونیو په جریان کي د شمالي کوريا پنځمه راکټي ازموینه وه. تر دې څلور ورځي دمخه په سه شنبه (د اگست میاشتي شپږمه) يې د جنوبي کوريا او امریکا د گډو نظامي تمریناتو تر شروع کیدو یوه ورځ دمخه دوه د لنډي فاصلې راکټونه فیر کړي وه. د شمالي کوريا رهبرۍ پر دغو نظامي تمریناتو باندي سخت انتقاد کړی ؤ او نوې ازموینه یې د امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا ته یو خبرداری بللی دی.

Nordkorea | Neue Raketentests
انځور: Reuters/KCNA

ترمپ «اوږد خط» تر لاسه کړی دی

په همدې حال کي بیا د امریکا جمهوررييس دونالد ترمپ د خپله طرفه ویلي دي، چي هغه د دغي ازمویني له کبله یې د کیم یونگ اون څخه یو«کوچنئ معذرت» تر لاسه کړی دی. په خبره یې کیم همدارنگه ده ته یو «اوږد خط» هم لیږلی دی، په کوم کي چي یې د جنوبي کوريا او امریکا پر »مسخره او قیمتي» گډو نظامي تمریناتو باندي انتقاد کړی دی. کیم وعده ورکړې ده، کله چي دغه تمرینات پای ته ورسیږي، راکټي ازمویني به هم بندي کړي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(03.02.2018 )