1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف وايي د کريمیا په چاودنو کې لاس نه لري

۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د کریمیا نیمه ټاپو د وسلو په يوه زيرمتون کې د چاودنو علت تر اوسه روښانه شوی نه دی. اوکراين هم پکې لاس لرل رد کړي دي خو ولسمشر زیلنسکي د دغه الحاق شوې سيمې آزادول يو ځل بيا د جګړې يو هدف بللی دی.

https://p.dw.com/p/4FMmX
Krim Rauch über Luftwaffenstützpunkt Novofedorivka
انځور: REUTERS

د روسیې له خوا په الحاق شوي نيمه ټاپو کريميا کې د چاودنو علت لا معلوم شوی نه دی. پر نورو سربيره د اورلګيدني د مخنيوي له اصولو څخه د سرغړونو او يا د ګډوډۍ د رامنځته کولو له يوې هڅې څخه خبره کيږي.

څارونکو دې ته اشاره کړې ده چې اوکرايني ځواکونه تر ۲۰۰ کيلومترو هم لیرې پراته دي او د ترلاسه شويو رپوټونو پر اساس د اوکراين پوځ تر اوسه د دومره اوږده واټن توغندي نه لري.

خو د «نيويارک ټایمز» يو رپوټ بيا برعکس وايي چې چاودنې د اوکراين د بريد په نتیجه کې رامنځته شوي دي. ورځپاڼې د يوه لوړپوړي اوکرايني پوځي چارواکي له قوله ويلي دي چې په پېښه کې د اوکراين خپلې جوړې وسلې کاريدلي دي.

خو اوکراين بيا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. د ولسمشر مشاور مېخايل پودلياک د روسیې خپلواکې تلويزيوني شبکې دوږد، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا کيف يې مسئوليت مني او که نه، وويل: «مطمناً نه. موږ ورسره څه کار لرو؟» نوموړي دې ته اشاره وکړه چې امکان لري پلويانو یې پکې لاس لرلی وي.

روسیې له کريميا څخه د عسکرو ايستلو اعلان وکړ

د سيمه ایزو او روسي سرچينو په حواله په کريمیا نيمه ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د روسیې د يوې پوځي هوايي اډې د تجهیزاتو په يوه زيرمنتون کې چاودنې شوې وې. په ټولنیزو رسنيو کې د چاودنو ويديوګانې لاس پر لاس کيدلې چې ښايي د نووفيدروکا د سياحتي سيمې په شا او خوا کې اخيستل شوي وي. د روسیې خبري آژانسونو د کريميا د والي په حواله ويلي دي چې په دې پيښه کې يوه تن وژل شوی دی.

زيلنسکي: جګړه پر کريميا پېل او پر کريمیا ختميږي

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په دې منځ کې يو ځل بيا له خپل ولس سره د کريميا نيمه ټاپو آزادولو ژمنه کړې ده. نوموړي وويل: «کريميا د اوکراين ده او موږ به یې هيڅکله د بيرته خپلولو له هڅو لاس وا نه خلو.»

زيلنسکي زياته کړه چې روسیه په ۲۰۱۴م کال کې له الحاق سره کريمیا په يوې خطرناکې سيمې بدله کړه. نوموړي وويل چې د تورې بحيرې ساحه تر هغه وخته «باثباته کیدلی نه شي تر څو کريمیا اشغال وي.» هغه زياته کړه: «د اوکراين او د ټولې آزادې اروپا پر ضد د روسیې دا جګړه، د کريميا پر سر پېل شوې ده او بايد په کريمیا يعني په آزاديدو یې پای ته ورسيږي.»

د اوکراين په جنوب کې راکټي بريد ۱۳ کسان وژلي

د رسمي معلوماتو په حواله د اوکراين په دنيپروپتروسک سيمه کې د شپې له خوا د راکټي بريد په نتيجه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي. ويل شوي دي چې راکټونه په دوو سيمو کې لګيدلي چې دواړه د زاپروږيا اتومي دستګاه ته مخامخ پرتې دي. د زاپروږيا اتومي دستګاه په دې وروستيو کې په څو ځلي د هوايي بريدونو هدف ګرځېدلې ده.

د بريدونو له کبله تر ټولو زيات د مارخانيز ښارګوټی ډېر اغیزمن شوی دی. په دې ښارګوټي کې شل څو پوړیزې ودانۍ لګيدلي دي چې يوه کلتوري ماڼۍ، دوه ښوونځي او د استوګنې کورونه هم پکې شامل دي.

په دې ترڅ کې د ۱۰ کسانو د وژل کيدو او ۱۱ د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی دی چې له ټپيانو څخه د ۷ وضعيت د انديښنې وړ دی. زياته شوې چې ستر ښار نیکوپل ته په نزدې پراته يوه کلي کې يوه ښځه هغه وخت وژل شوې چې کور یې په توغندي ولګيد.

«زاپروږيا ته جدي خطر متوجی نه دی»

د اتومي انرژۍ نړيواله اداره «IAEA» وايي د روسیې له خوا د اوکراین په جنوب کې د اشغال شوې اتومي دستګاه څخه تر ويشتل کيدو وروسته اتومي امنيت ته کوم ګواښ متوجې نه دی. دا خبره د دغه ادارې مشر رافيل ګروسي په وين کې وکړه.

نوموړي وویل چې اوکرایني چارواکو زموږ ادارې ته خبر ورکړی وو چې که څه هم چې زيان رسېدلی دی خو د وړانګو کچه اوس هم نورمال ده. 

زاپروږيا اتومي دستګاه په دې وروستيو ورځو کې په څو ځلي د راکټي بريدونو هدف ګرځېدلې وه. روسیه او اوکراين د دغه بريدونو پړه پر يو بل اچوي. تر اوسه خپلواکو سرچينو دغه تورونه نه دي ارزولي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)