1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوچنیو ماشينونو له لارې د راتلونکې د وبا سره مقابله

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

جاپاني څېړونکو د ډيرو کوچنيو روبوټو په برخه کې کاميابې تجربې کړي. دغه کوچني روبوټونه يوې حجرې ته داخليدای شي څو هغه له منځه يوسي. څيړونکي اوس غواړي د همدې روبوتونو په مرسته په راتلونکې کې ویروسونه له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/3bbEQ
SARS-CoV-2 im Elektronen-Mikroskop
انځور: AFP

د راتلونکي یوې احتمالي وبا سره مبارزه ښايي د هغو په زرونو نانو يا ډېرو کوچنيو روبوټونو په واسطه وشي چې له مصنوعي پوليمر، پروتين، جنيتکي موادو او د اورګينک يا عضوي مرکبابو جوړ وي. دغه مواد د انسان پر بدن هجوم وړ وړلای شي، مرض پيژندلی او مشخصولی شي او بيا د ويرس ذرو ته داخليدلی شي څو یې له دننه له منځه يوسي. په همدې حال کې به نورې «روزل شوې» دفاعي حجرې پر ويروسي ذراتو بريد پيلوي.

که چيرې کازونوري کاتاوکا، ته وويل شي چې د انسان په لاس د جوړو دې تخلیقاتو د انسان په بدن کې د طبي پروسو د ترسره کولو د سفر دا کيسه د ۱۹۶۰ م کلونو د يوه ساينس فکشن فلم کيسې ته ورته بريښي نو هغه به هم موافق وي. د جاپان د « Innovation Centre of NanoMedicine »  له دې څيړونکې څخه چې کله په دې اړه وپوښتل شول نو هغه لومړی مسکی شو. هغه وويل چې دا نظر مخکې هم موجود وو. کاتاوتا تر دې مخه د سرطان د درملنې په برخه کې هم ځيني مثبت نتايج ترلاسه کړي دي.

د کرونا ويروس، دا نړيواله وبا د کاتاوکا او د هغه د همکارانو له پاره يو څه د وخته ده خو هغه وايي چې نړۍ به ژر يا وروسته د يوه بل ناپيژندل شوي ويروس سره مخ شي چې هغه به ښايي نور هم ډير مرګونی او خطرناک وي. او هغوی د داسې يوه نوي خطر سره د مبارزې له پاره خپلې هلې ځلې زياتې کړي دي.  

«په بدن کې دننه روغتون»

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وویل: «موږ له نهو کلونو راهيسې په بدن کې دننه د روغتون پر يوې طرحې کار کوو څو هغه فعاليتونه ولري چې په بدن کې دننه د طبي پروسو د ترسره کولو له پاره د يوه نانو ماشين د رامنځته کولو له پاره اړين دي.»

هغه زياته کړه: «يو شمير ډير کوچني په اصطلاح ماشينونو به په خودکار ډول په بدن کې په اختلالاتو پسې لټه کوي او بيا به یې آړینه درملنه کوي.»

پر کومه کچه چې د جاپان د نانو طب دغه څيړونکي کار کوي هغه درک کول او پرې پوهيیدل ډيره مشکله ده. دغه په اصطلاح آلې چې انسانونو ته به ورکول کيږي تر ۱۰۰ نانو مترو هم کم قطر لري، يعني د کاغذ د يوې پاڼې څخه کابو لس زره چنده نری يا کم قطر لري.

دغه ګردۍ آلې فعال ماليکيولونه دي چې پخپله سره راټوليږي او د رڼا او يا بدن د تودوخې په واسطه د بدن له خوا تحريکيږي او يو لړ کارونه ترسره کوي. په داسې حال کې چې ځينې به ناروغه حجرې ته داخليږي او د هغې د منځه وړولو له پاره به درمل افرازوي نور به بيا تر هغه د مخه چې بیرته په بدن کې نصب شوي چپ ته ستانه شي،  کيمياوي او طبي معلومات راټولوي. په دې توګه به دغه معلومات د نورو آرزونو له پاره ډاکترانو ته رسيږي.

تر اوسه په جاپان کې ډاکترانو د نانو ځيرکو ماشينونو له لارې د سرطان په درملنه کې کاميابې تجربې کړي دي. د توکيو د پوهنتون د بيولوژيکي انجينرۍ د برخې د يوه استاد ساتوچي اوشيدا، په حواله د کرونا ويروس شيوع د ميسنجر يا پيغام وړونکې «آر اين ای» يا جنتيکي موادونو په کارولو سره په راتلونکي کې د دې ډول يوې وبا سره د مبارزې له پاره د نانو تخنيک يا ماشينونو کارولو ته يو ځل بيا پام ور ګرځولی دی.

د ماليکيول په کچه درمل

څيړونکی کازونوري کاتاوکا وايي: «د داسې يوه درمل جوړول چې د ماليکيول په کچه کار ورکړی څو د کرونا ويروس په څير وبا سره مبارزه وکړي، ستونزمن کار دی او ډېر وخت ته اړتيا لري.»

هغه زياتوي: «په دې موخه د مختلفو ترکیباتو معاينو ته اړتيا ده څو هغه یو یې وموندل شي د بدن حجرو ته د زيان رسولو پرته د ويروس پر وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي. خو د يوې وبا د کنترول له پاره د درملو د جوړلو سرعت حياتي ارزښت لري.»

د توکيو د پوهنتون استاد اوشيدا په دې اړه وايي: «ماکروماليکيولر درمل او بيولوژيکي ترکيبونه چې د پروتين او نيوکليک ایسد د تحريکولو سبب ګرځي، د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې له پاره ښه پليټ فارم برابروي.»

هغه زياتوي: «زموږ نانو يا ډير کوچني ماشينونه پروتين او نيوکليک ایسد پر ځان بارولی شي څو یې په خوندي او اغیزناکه توګه د بدن ټاکل شويو غړيو ته انتقال کړي.»

د اوشيدا په حواله د پروتين او نيوکليک ايسد د انتقال د سيسټم سره چې لا د مخه موجود دی، د کرونا ويروس سره د مبارزې د لارو چارو په اړه څېړنې شا او خوا د يوه کال په موده کې پېليدای شي.