کوهستان ولسوالي بیرته نیوله سوې، خو په نورستان کي جگړه
۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبهد افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په فاریاب کې د کوهستان ولسوالۍ مرکز د سه شنبې په ماښام ناوخته له طالبانو څخه بیرته نیول شوې ده.»
وزیري زیاته کړې ده چې هوایي او ځمکنیو ځواکونو د سه شنبې په ورځ پر طالبانو باندې په دې سیمه کې بریدونه پیل کړي ول. دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه به د یاغیانو د لا پر شا تنبولو له پاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د وزیري په خبره په جګړه کې طالبانو ته سخت زیان رسیدلی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي محمد سمیع خیرخواه، تایید کړې ده چې د ولسوالۍ مرکز له طالبانو بیرته نیول شوی او دا چې په جګړه کې۷۰ یاغیان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. خو په افغانستان کې ډیر وخت د جګړې دواړه اړخونه یو بل ته د اړولو تلفاتو په اړه د معلومات ورکولو په برخه کې یو څه مبالغه کوي.
د خیرخواه په خبره په عملیاتو کې۵۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه چې د طالبانو په محاصره کې ول، له محاصرې خلاص شوي دي.
طالبانو په وروستیو وختونو کې د ځينو ولايتونو د ولسوالیو پر مرکزونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د سه شنبې په ورځ دغې ډلې د پکتیا ولایت جاني خیل ولسوالۍ هم ونیوله او د یکشنبې په ورځ یې بیا د غور ولایت یوه ولسوالي نیولې وه.
په بغلان، کندز، بدخشان، غور، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم جګړه روانه ده.
په نورستان ولایت کې جګړه
د نورستان په وانت وایګل ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، پر دغه ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د ۳۰ وسله والو طالبانو په وژلو او لسونو نورو په ټپي کېدو پر شاتمبولی دی.
د راپورونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ سهار شاوخوا اته بجې وسلواوالو طالبانو د نورستان د وانت وایګل ولسوالۍ د نیولو په نیت پر دغه ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي.
ولسوال رحمت الله رحمتي، په سیمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چې سیمې ته د تازه دمو سرتیرو په ورتګ سره لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.
بل پلو وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پر وانت وایګل ولسوالۍ د دوی په ډله ییز بریدونو کې تر اوسه درې حکومتي پوستې نیولي او ډېر عسکر یې وژلي دي. خو د وانت وایګل ولسوال رحمت الله رحمتي وايي، تر اوسه په دغه جګړه کې یو سرتیری وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.