کوم هیوادونه په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي؟
ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي په امریکا کې زیږیدونکو ماشومانو ته د تابعیت د ورکړې په قانون کې تغیيرات راولي. له امریکا پرته په ټوله نړۍ کې ۲۹ داسې هیوادونه موجود دي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
د امریکا متحده ایالات
په دې وروستیو کې ولسمشر ترمپ ویلي وو چې غواړي د امریکا په هغه قانون کې تغیيرات راولي چې له مخې یې په امریکا کې زیږیدلو ماشومانو ته تابعیت ورکول کیږي.
کاناډا
کاناډا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
پاکستان
د افغانستان په ګاونډ کې پروت د پاکستان د هېواد لومړي وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو چې غواړي هغو شمیر مهاجرینو ته چې په پاکستان کې زیږیدلي وي، د دې هیواد تابعیت ورکړي.
مکسیکو
مکسیکو هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
برازیل
برازیل هم په خپله خاروه کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
ارجنتاین
ارجنتاین هم هغو ماشومانو ته اتومات تابعیت ورکوي چې د د دې هیواد په ځمکه کې نړۍ ته راغلي وي.
کیوبا
د کیوبا د تابعیت د قانون له مخې په دې هیواد کې ټول زیږیدلي ماشومان د کیوبا د تابعیت د ترلاسه کولو حق لري.
ونزویلا
ونزویلا هم د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
چیلي
چیلي هم په خپله خاوره کې نویو زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
انتيګوا او باربودا
د اتلانتیک او کربین سمندرونو په منځ کې پروت انتیګوا او باربودا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
باربادوس
باربادوس هیواد چې ښکلي ساحلونه لري، په خپله خاوره کې زیږیدونکو د بهرنیو اتباعو ماشومانو ته په اتومات ډول تابعیت ورکوي.
بلیز
د مرکزي امریکا په شرقي څنډه کې پروت بلیز هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
چاد
چاد افریقايي هیواد هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
اکوادور
په لاتینه امریکا کې پروت اکوادور هم هغو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د دې هیواد په ځمکه کې زیږیدلي وي.
دومینیکا
د دومینکا په نامه د سمندر په منځ کې پروت دغه هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
فیجي
د فیجي په نامه دغه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
ګواتیمالا
د مکسیکو په جنوب کې او په مرکزي امریکا کې پروت ګواتیمالا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
هندوراس
د مرکزي امریکا بل هیواد هندوراس هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
پیرو
پیرو هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
جمایکا
جمایکا هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
ګرینادا
په کربین سمندر کې موقعیت لرونکي ګرینادا هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
پاناما
پاناما چې جنوبي او مرکزي امریکا سره وصل کوي، په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
یورګوای
په جنوبي امریکا کې پروت یوروګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
پاراګوای
د برازیل، بولیویا او ارجنتیانا په منځ کې پروت پاراګوای هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
لیسوتو
په جنوبي افریقا کې په وچه کې راګیر د لیسوتو په نامه کوچنی هیواد هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
السلوادر
په مرکزي امریکا کې پروت السلوادر هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته د قانون له مخې تابعیت ورکوي.
سانت لوشیا
د سانت لوشیا په نامه په سمندر کې موقعیت لرونکی دغه هیواد هم د قانون له مخې په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.
سانت کیتس او ناویس
د کربین سمندر او انتلانتیک سمندر په منځ کې پراته دغه دواړه هیوادونه هم هغو ماشومانو ته چې په دې هیوادونو کې زیږیدلي وي، تابعیت ورکوي.
سانت وینسینت
په کربین سمندر کې پروت د اور شیندونکو غرونو لرونکی سانت وینسینت هم په خپله خاوره کې زیږیدونکو ماشومانو ته تابعیت ورکوي.