1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوم اروپايي هيوادونه به په دوبي کي سياحت ته پرانيستي وي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د اروپايي ټولني هر غړی هيواد د کرونا ويروس له کبله رامنځته سوو محدوديتونو څخه کرار کرار وځي، خو د سرحدونو د تړلو په برخه کي لږ سره متفاوت دي.

https://p.dw.com/p/3cCiR
Italien Höhleneingang vor Mittelmeer
انځور: Colourbox/P. Vakhrushev

د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو له خوا د کرونا ويروس له کبله لگول سوو محدوديتونو له کمولو سره داسي هيلي پيدا سوي دي چي د سرحدونو په پرانيستلو سره به د سيلانيانو په تگ راتگ سره د سيلانيتوب په سکتور کي رامنځ ته سوی تاوان جبران سي.

جرمني

د جرمني د کورنيو چارو وزير د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي له اتريش، سويس او فرانسې سره به سر له شنبې ورځي څخه خپل ځيني سرحدونه د کنترول تر سختو شرايطو لاندي پرانيزي(يعني ډير سخت کنترول به کيږي). د اروپايي ټولني ترمنځ په بشپړ ډول سرحدونو پرانيستلو ته د جون مياشتي ۱۵ نېټه ټاکل سوې ده.

جرمني خپلو وگړوتو ته ويلي دي چي تر جون مياشتي پوري له اروپايي ټولني بهر هيوادونو ته سفر ونه کړي او تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه محدوديت به کله ليري سي.

اتريش

اتريش هم د اروپايي ټولني له غړو هيوادونو سره په رسمي توگه د سرحدونو پرانيستلو ته د روان کال د جون مياشتي ۱۵ ڼېته ټاکلې وه. خو د سه شنبې په ورځ ئې اعلان وکړ چي له هنگري سره به د تگ راتگ دوې لاري د چهارشنبې په ورځ پرانيزي. د دې پريکړه دليل د دواړو هيوادونو تر منځ سرحدي سيمي کي د اوسیدونکو ستونزي بلل سوی دی.

د دغه هيواد چارواکو ويلي دي چي د جمعې په ورځ به له جرمني سره سرحد پرانيزي. پر دې سربيره چي د اتريش غرونو ته له گاونډيو هيوادونو څخه ډير سيلانيانو ورځي، د دغه هيواد غرنۍ سيمي د جرمني د سيلانيانو د خوښي ځای دی.

فرانسه

فرانسې له بريتانيا سره تړون لاسليک کړی چي له مخي به ئې بې له ۱۴ ورځني قرنطينه تگ راتگ کيږي. د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د نقليه وسايلو تگ راتگ ډېر اقتصادي ارزښت لري. پر دې سربيره فرانسې ته له شنگن زون څخه چي سويس هم پکښې دی ورتلونکي له قرنطينه خلاص دي.

ايټاليا

ايټاليا چي په اروپا کي کرونا ويروس تر ټولو زياته ځپلې له تخنيکي پلوه يې د خپلو سرحدونو د تړلو امر نه دی کړی، يوازي ئې په هوايي ډگرونو کي سخت اقدامات پيل کړل، څو د ويروس د پراخيدو مخه ونيسي او د گاونډيو له خوا ئې د سرحدونو د بندولو اقدام دغه هيواد ته د بهرنيانو سفرونه بند کړل.

د ايټاليا د اقتصاد لوی عنصر سياحت دی. په عادي شرايطو کي ايټاليا په نړۍ کي پنځم هيواد دی چي تر ټولو ډير ليدونکي ورځي. د دغه هيواد ۱۰ سلنه کورنی ناخالص او ۵ سلنه د کار عايد له سياحته تر لاسه کيږي.

هسپانيا

دغه راز پر سياحت باندي سخت متکي هيواد هسپانيا خپل سرحدونو پرانيستي دي، خو هر څوک چي دغه هيواد ته ورځي ۱۴ ورځي بايد په قرنطين کي تيري کړي. دغه قانون سر له جمعې ورځي پلی کيږي. خو په دغه هيواد کي د کرونا ويروس له کبله اعلان سوی بېړنی حالت به د می مياشتي تر ۲۴ پوري دوام وکړي. تمه کيږي چي دغه موده به نوره هم وغځول سي.

پرتگال

د سيلانيانو د خوښي بل هيواد پرتگال د سياحت بورډ ويلي دي چي د هيواد ساحلونه او هوټلونه به ئې د جون مياشتي له نيمايي څخه د سيلانيانو هرکلي ته چمتو وي. خو په دې اړه انديښنې سته چي دا به څرنگه معلومه سي چي د راتلونکو سيلانيانو د کرونا تيست سوی دی او دا چي په سواحلوکي به د انسانانو ترمنځ د فاصلي مراعتول څرنگه وي. که سږکال په بشپړه توگه د پرتگال د سياحت موسم لغوه سي، نو اقتصاد ته به ئې ۶سلنه توان ورسيږي.

ناروې

که څه هم ناروې د اروپايي ټولني غړی نه دی، خو د اروپا د اقتصادي سيمي د غړي په توگه دغه هيواد د وبا پرمهال له څو اړخونو له اروپا سره حرکت وکړ.

د چهارشنبې له ورځي څخه به د اروپايي ټولني پر غړو هيوادونو سربيره د بريتانيا، ايسلند او ليختن شټاين هيوادونو هغه وگړي چي ناروې ته د کار له پاره ځي او يا ئې د کورنۍ غړي هلته وي، د ورتگ اجازه ولري. د اوسلو پريکړه تر ډيره د موسمي کارگرانو پر ورتگ باندي متمرکزه ده.

اليزابت شوماخر(ن.ز/گ.پ)