کومي غذاوي د بدن ښکلا ته گټمني دي؟
که غواړئ چي تر اندازې زيات خوراک ته اړه نه سي او د روغتيا له اصولو سره سم مو وزن زيات کړئ، نو دغه شیان وخورئ:
اووکادو
د اووکادو مېوه له غېر مشوع غوړزګي ډکه ده او پروټين هم لري. په ورځ کي د دغي مېوې ۱۰۰ ګرامه بدن ته ۱۶۰ کالورياني ورکوي.
کېله
يوه عادي کيله تقريبا ۱۲۰ کالورياني لري. په دغه ميوه کي موجود پوتاشيم د هضمې له پاره هم ښه دی.
وچې مېوې
په اکثرو وچو ميوو لکه بادام او جوزو کي په ۱۰۰ ګرامو کي تقريبا د ۵۰۰ او ۶۰۰ تر منځ کالورياني وي. که هره ورځ يو موټ وچه مېوه وخورئ نو ډېره ګټوره ده.
داليات
د دالياتو هر قسم چي ستاسو خوښ وي، هغه وخورئ. د دال يوه ايشول سوې وړه کاسه نه يوازي تقريبا ۲۳۰ کالورياني لري بلکه تر چرګ تر غوښو زيات پروټين هم لري.
کم غوړ لرونکې مستې
يخي مستې تر شيريخ د روغتيا له پاره بهتره دي. په مستو کي پروټين، کلسيم او په يو ګلاس کي يې ۱۰۰ کالورياني وي. په مستو کي مېوې هم ګډولای او بيا يې خوړلای سئ.
پنير
د پنير د زياتو اقسامو ۱۰۰ ګرامه تقريبا ۴۰۰ کالورياني لري. د دې تر څنګ پنير زيات پروټين او کلسيم هم لري.
کوچ
په اعتدال سره کوچ خوړل د روغتيا له پاره ښه دي. د کوچ يوه قاچوغه تقريبا ۹۰ کالورياني لري.
عسل يا ګبين
عسل نه يوازي دا چي ښه خوند کوي بلکه له ناروغيانو د بدن دفاع کوي. د شاتو يا عسلو ۱۰۰ ګرامه ۳۰۰ کالورياني لري.