کوفي عنان د سوريې پر موضوع مسکو ته تللی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبهاعلان
روسيې ويلي دي چي د سوريې د کړکېچ د هوارۍ له پاره بايد د خبرو اترو په مرسته يوه لاره ولټول سي. د روسيې د ولسمشر ديميتري مدويديف مشاور په مسکو کي ويلي دي چي مسکو غواړي چي سمدلاسه په سوريه کي و تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېښودل سي.
مسکو زياته کړې ده چي په سوريه کي دي حکومت او مخالفين يوه مېز ته سره کښېني. دا په داسي حال کي ده چي سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړی استازی کوفي عنان د يکشنبې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرگي لاوروف سره ليدنه کتنه لري. په عيني حال کي د سوريې د ريژيم مخالفو وسله والو يوه گډه پوځي شورا جوړه کړې ده.