کوفي عنان له بشارالاسد سره ولیدل
۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبهد ملگرو ملتونو پخوانۍ سر منشي او سوريې ته د عرب ليگ او د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی کوفي عنان، غواړي چي د سوریې کړکیچ ته یوه سوله یيز حل لاره پيدا کړي. عنان وایي چې بايد د سوریې رژیم او د ريژيم مخالفين دواړه تاوتريخوالی ودروي.
نوموړي د شنبې په ورځ د سوريې د ولسمشر بشارالاسد سره وليدل. د سوريې د يوه تلويزيون په وينا په دغه لندنه کي بشارالاسد کوفي عنان ته ویلي دي چې «ترهگر» د سوریې د کړکېچ د حليدو مخه نيسي.
عنان پخوا د ملگرو ملتونو سرمنشي وو او په نړیواله کچه د يوه دیپلومات په توگه د زيات اعتبار وړ بلل کيږي. خو دا چي هغه په سوریه کې د پوځي مداخلي او د اسد مخالیفیونو ته د وسلو د ورکولو مخالف دئ، له دې کبله هغه له ځانه سره د سوریې د رژیم د مخالفینو ملاتړ و نه لري.
هغوی د ده د منځگړيتوب پر ضد دي او وايي چي نوري خبري اتري به بشارالاسد ته لا زيات وخت ورکړي چې خپل ظلم ته ادامه ورکړي.
په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گيدو ویستر ویله، اوس د يمن او سعودي عربستان په سفر بوخت دئ. هغه هڅه کوي چي د سوريې د کړکېچ له پاره د حل يوه لاره پيدا کړي. په یمن کې سیاستوال په دې اند دي چې بشارالاسد او د هغه کورنۍ باید محاکمه نه شي خو په سعودي عربستان کې بیا له اپوزیسیون سره د پوځي مرستو د کولو په اړه خبري کیږي.
ویسترویله وایي چې د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره باید تاوتريخوالي ته د پای تکی کیښودل شي، بشري مرستي وسي او له سوله یيزو لارو د کړکیچ د پای ته رسولو سياسي حل ولټول سي.
لايدهولد اُلريش/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش