1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که کرونا خلک ونه وژنې، فقر او بیوزلې يې وژني»

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکوي، چې کرونا د دغه هيواد پر اقتصاد ناوړه اغيز کوي او په ميليونو نور کسان به فقير شي. دغه وزارت وايې چې ۵۰۰ زره کورنۍ به د خپل ورځنې ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي.

https://p.dw.com/p/3akX0
Arbeitslose in Kabul Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW

د افغانستان د اقتصاد وزارت په يو رپوټ کې د کرونا ويروس اغیز او په هیواد کې د خلکو د ژوند حالت ارزولی دی. د اقتصاد وزارت د ارزونې مرکز موندنې ښيې چې د کرونا ويروس خپريدل به په افغانستان کي د فقر او بیوزلۍ د لا زياتیدلو سبب شی.

د دغه رپوټ له مخې د کرونا خپریدل به، پر کورنيو، شرکتونو، تصديو، عامه سکتورونو او مرکزي بانکونو باندې منفي اغیز وکړي.

ياد وزارت ويلې دي چې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره اقدامات، لکه رخصتي ګانې، د خلکو قرنطين چې د کار او عادي فعاليت دریدلو سبب کيږې، له کبله به يې د کورنيو عايد ډير کم شي.

د اقتصاد وزارت شمیرنې ښيې چې په افغانستان کې ۵۹ سلنه د کورنيو سرپرستان داسي کارونه لري چې کار نه وي ډوډۍ نه لري او له دوي څخه ۷۰۰ زره کسان يې د ورځني کار له مخې ځانونو ته نفقه پيدا کوي. د اقتصاد وزارت د څيړنې له مخې له دوی حخه ۵۰۰ زره کسان دومره بیوزلي دي چې که چيرې هره ورځ کار ونه کړي د خپلې کورنۍ ورځنې لګښت نه شی پوره کولې.

Afghanistan Mülldeponie am Shuhada-See in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/D. Faget

په ناڅاپې ډول د کارونو په ټپه دریدل او له ګاونډيو هيوادونو سره د سرحدونو تړل په افغانستان کې د بیو د لوړوالې سبب شوې. په دغه ډول شرايطو کې بیوزلې کورنۍ په پوره اندازه د پيسو د نه سپما له کبله د خوراکي توکو رانیولو توان نه لرې.

د دغه وزارت تر لاسه شوی معلومات ښيې چې په هيواد کې که د لومړنيو خوراکي توکو نرخونه ۲۰ سلنه زياتوالې مومې نو د فقر کچه اوه سلنه ډيريږې، چې له دې سره به په دغه هیواد کې د فقيرو خلکو شمير نور هم زيات شي.

حکومت: له بیوزلو سره مرسته کيږې

د افغانستان حکومت د ولسمشر د دوهم مرستيال په مشرتوب د بې وزلو خلکو د ستونزو اوارولو په موخه د بيړنيو حالاتو کميټه جوړه کړې. د دويم معاون مطبوعاتې دفتر وايې چې حکومت تر ۱۵ ميليونو ډالرو پورې د والیانو په واک کې ورکړې، تر څو بيوزلو خلکو ته روغتياي اسانتياوې او لومړنې خوراکې توکې چمتو کړي.

د ديم مرستيال سرور دانش مطبوعاتي مشاور محمد هدايت په دې هکله دويچه ويله ته وويل: «واليانو ته پوره واک ورکړل شوی چې د تدارکاتو له پروسې څخه بهر، د ډاکټرانو له پاره لومړني طبي وسايل او بيوزلو کسانو خوراکي توکې برابر کړي.»

هغه وايې سربيره پر دې حکومت هغه خوراکي توکې چې په لاس کې لري، لکه په ځانګړي توګه غنم او وړه يې د سیمه ايزو چارواکو په واک کې ورکړي دي. د دغه توکو بهیر اړمندو کسانو ته په کابل، هرات او نورو ولایتونو کي پيل شوی دی.

په دې ورځو کې د ټولنيزو رسینو تر منځ يو لړ عکسونه لاس په لاس کيږې چې بيوزلو کسانو ته د ډيرو لږو غنمو ويشل پکې ښيې. د دغه ټولنيزو رسنيو کارونکو پر دې مرستو ملڼدې وهلې او ويلې دي چې دومره غنم خو د قرنطين پر وخت د يو وخت ډوډۍ له پاره هم بسنه نه کوي.

د دويم معاون مطبوعاتي وياند له افغانستان سره د ډيرو هيوادونو د مرستو په اړه خبرې کړي او زياته کړې يې ده چې ازبيکستان په زرنو ټنه غنم پنځلس زره ټنه وريجې او پنځه سوه ټنه غوړې له افغانستان سره مرسته کړي.

Afghanistan Kandahar  Coronavirus Lockdown
انځور: DW/M. Spesalay

دغه راز نړيوال بانک ۱۰۴ ميليونه ډالر، د اسيا پراختيايي بانک ۴۰۰ ميليونه ډالر او امريکا متحده ايالاتو تر ۱۵ ميليونه زيات ډالرو د افغانستان له حکومت سره د کرونا پر ضد مبارزې له پاره مرسته کړې ده.

«حکومت د زيانمن شوی کسانو له پاره د مرستې پروګرام نه لری»

د حکومتي مقاماتو له ډاډ سره سره، کارپوهان وايې چې په عملی ډګر کې کوم کار نه دې ترسره شوې. د اقتصادي چارو کارپوه ازرخش حافظي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې حکومت د ۶۰۰ زره هټۍ والو او لاسې پلورونکو له پاره يوازې په کابل ښار کې چې له کار کولو څخه پاتې دي کوم پروګرام نه لري.

حافظي ټينګار کوي چې د افغانستان حکومت بايد داسی اقدامات تر لاس لاندې ولرې چې له مخې يې پر اقتصاد د ويجاړونکي ناوړه اغیز مخه ونيول شي.