چارواکي: که بنديان کتاب مطالعه کړي د بند موده يې کموو
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعهد کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر دې وروسته به هر زنداني د دې امکان ترلاسه کړي چې د یوه کتاب په مطالعې سره خپل د بند موده لنډه کړي. تیره ورځ د پلچرخي زندان د محبوسینو له لوري د ۱۰ ټوکه ليکل شوو او چاپ شوو کتابونو د خپريدو د مراسمو په ترڅ کې، د زندان چارواکو ویلي دي چې زندایان کولی شي د کتاب په لوستلو سره خپل د بند موده لنډه کړي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله فسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي: «پر داسې یوې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زنداني په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځي چې زنداني ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې مالومات وړاندې کړي.»
چارواکي ټینګار کوي چې په دې توګه به له زندانیانو سره مرسته وشي چې حرفوي مهارتونه زده کړي او په راتلونکې کې له جرمونو څخه وژغورل شي. دا په افغانستان کې چې د کتاب لوستلو فرهنګ په کې ډیر عام نه دی، یو ډیر بې ساری اقدام بلل کیږي.