1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې طالبانو نهه تنه په درو وهلي دي

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د کندهار د کلتور او اطلاعاتو ریاست د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره ویلي دي چې په دغه ولایت کې یې نهو تنو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې دي.

https://p.dw.com/p/4MIuB
طالبان په دې وروستیو اونیو کې په عام محضر کې تورن کسان په درو وهي
طالبان په دې وروستیو اونیو کې په عام محضر کې تورن کسان په درو وهيانځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

د کندهار د والي ویاند حاجي زید دویچه ویله ته ویلي چې نن سه شنبه د چنګاښ په ۲۷ نیټه یاد تورن کسان چې د غلا او لواطت په تور نیول شوي ول د ولایت د استیناف محکمي له خوا په ۳۵ او ۳۹ درو وهلو محکوم شوي دي. 
خبرپاڼه زیاتوي چې «د شریعت تطبیق د افغانستان د سترو ستونزو حل دی او شریعت باید تطبیق شي.»
کابو دوه میاشتې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د دغې ډلې له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته د «شرعی حدودو او د قصاص» امر وکړ.
له هغې وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه نارينه او ښځې د "غير قانوني عمل، غلا، د شرابو څښلو، له کوره د تېښتې، د نشه يي توکو د قاچاق" او دې ته ورته د نورو جرمونو په تور په درو وهل شوې دي.
د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره طالبانو په دې وروستیو اونیو کې په عام محضر کې تورن کسان په درو وهلي دي.
په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل له پاره طالبانو په فراه ولایت کې د خپلو جګپوړو چارواکو په حضور کې یو کس د قتل په تور په عام محضر کې اعدام کړ.
 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai