1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي دي

۱۴۰۳ فروردین ۲, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې چارواکیو منلې، چې کندهار ښار کې نوي کابل بانک سره نیږدې چاودنه شوې ده. د لومړنیو رپوټونو پر اساس، دغې چاودنې کې درې کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dxcJ
د ارشیف انځور: کندهار کې یو امبولانس د چاودنې ځای ته روان دی
د ارشیف انځور: کندهار کې یو امبولانس د چاودنې ځای ته روان دیانځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

د طالبانو  د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د پنجشنبې پر ورځ دویچه ویله ته وویل، دغه چاودنه د کندهار مرکز کې د نوي کابل بانک له دفتره دباندې شوې ده؛ خو په دې اړه یې ډېر جزئیات ور نه کړل.

فرانسې خبري اژانس له دغې چاودنې د دریو کسانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید هم دویچه ویله ته دغې برید کې د دریو کسانو وژل کېدل او ۱۲ کسانو ژوبلېده تائید کړي دي.

هغه ویلي، چې پېښه د پنجشنبې پر سهار اته نیمې بجې هغه مهال شوې، چې کله د کابل بانک مخې ته خلک  پیسو اخستلو ته ورټول وو. ملا اسدالله جمشید ویلي، ټپیان میرویس روغتون انتقال شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

ویل شوي، ځانمرګي بریدګر هغه کسان په نښه کړي، چې له کابل بانک بهر د خپلو معاشونو اخستلو ته ولاړ وو. کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام الله سمنګاني، ویلي:« معمولاً هلته زموږ هېوادوال د خپلو معاشونو اخستلو له پاره راټولېږي. قربانیان ملکي وګړي دي.»

خو کندهار کې ولایت کې ځايي خبریالان او عام خلک د مرګ، ژوبلې شمېر لوړ ښيي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان  د طالبانو له بیا ولکې وروسته دغې هېواد کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې پاموړ کمې شوي؛ خو بیا هم کله ناکله دا وړ بریدونه کېږي، چې تر ډېره یې مسئولیت د داعش د خراسان څانګه پر غاړه اخلي. تر اوسه د نننۍ چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. کندهار د طالبانو سیاسي مرکز ګڼل کېږي او د دغې ډلې مشر مولوي هیبت الله اخونزاده، همدې ښار کې استوګن دی او له همدې ځايه پر مهمو مسایلو فرمانونه صادروي.

OD/hs/af (AFP, ap)