کندهار ښاروالي ۵۰ کيلومتره نور سړکان ډمبروي
۱۳۹۰ فروردین ۲۱, یکشنبهددي سړکونو د جوړيدو ټول لګښت پنځه مليون ډالره کيږي چي د کندهار ښاروالى د بوديجي څخه ورکول کيږي.
د كندهار د ټولګټو رياست رئيس انجينر عبدالمحمداحسان خبريالانو ته وويل چي، په تير ۱۳۸۹ كال كي يې د كندهار ښار په دننه كي ۳۱ كيلومتره سړكونه په اساسي ډول جوړ كړي او قير كړي دي.
د احسان په خبره ياد لګښت چي ټول درې ميليونه امريكايي ډالره كيږي كندهار ښاروالۍ وركړی دی.
د ټولګټو رئيس وويل چي، په نوي پيل سوي كال كي به هم پنځوس كيلومتره سړكونه جوړوي چي ټول لګښت به يې بيا هم کندهار ښاروالي ورکوي.
د کندهار ولايت يو شمير اوسيدونکي خوښي ښيي چي، د سړکونو په جوړيدو سره به يي بې شميره ستونزي حل سوي او د نوي جوړيدونکو سړکونو لپاره هم ځکه خوښي ښيي چي د کندهار ښار او اولسواليو نفوس ډير سوى او د زياتو سړکانو جوړيدو ته اړتيا سته.
بل خوا د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وايي چي د ۱۳۸۸ كال په پرتله يي د ۱۳۸۹ كال په عوايدو كي ۱۷ ميليونه افغانۍ كموالى راغلى دى.
حميدي ددي لامل د كندهار ښاروالۍ د كم پرسونل شتون يادوي. هغه وايي د روانو نا امنيو او د ځمكو د غاصبينو د ګواښونو له كبله د كندهار ښاروالۍ ۸۰ تنو دندي پرې ايښي دي چي، دې كار د زياتو ستونزو سره مخ كړی دی.
خو د کندهار ښاريان شکايت کوي، چي هر وخت د ښاروالي لخوا کوم سړک جوړ سوی يا رغول سوی دی، هغه د درومياشتو په جريان کي بيرته داسي له منځه ولاړسي چي هغه زوړ حال پر ودريږي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل