1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار: په جومات کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

طالب چارواکو او عيني شاهدانو په کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شعيه ګانو په يوه جومات کې د درنې چاودنې خبر ورکړی دی. په پېښه کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/41j3N
Afghanistan Bombenanschlag auf schiitische Moschee in der afghanischen Provinz Kandahar
انځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو برخې مشر سعید خوستي دغه چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې د معلومات په راټولولو بوخت دي. ویل کیږي چې به دغه برید کې  د تلفاتو شمیرې لوړې دي.

د طالبانو یوه  ویاند بلال کریمي دویچه ویلې ته وویل چې په دغه برید کې یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

په سیمه کې د ولایتي شورا غړو او چارواکو ویلي چې  په برید کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

Afghanistan l Bombenexplosion in einer Moschee in Kandahar
برید د شعيه ګانو په يوه جومات کې شویانځور: Murteza Khaliqi/AA/picture alliance

 په کندهار کې د ولایتي روغتون یوه ډاکټر بيا د وژل شوي شمير لوړ ښوولی دی نموړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «تر اوسه روغتون ته ۳۲ جسدونه او ۵۳ تنه ټپیان راوړل شوي دي.» نورو روغتيايي سرچينو بيا د ۳۰ تنو وژنه تائيد کړې او روغتون ته د يو شمير ټپيانو د انتقال خبره یې کړې ده. د ولایتي شورا پخوانی غړی نعمت الله وفا ويلي چې چاودنه د کندهار ښار په امام بارګاه جومات کې شوې ده. تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

يوه عني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې درې چاودنې یې واورېدلې، يوه د جومات د مرکزي دروازې سره، بله د جومات په جنوبي برخه کې او دريمه په هغه ځای کې لمونځ کوونکي پکې اودس کوي. يوه بل عیني شاهد هم دريو چاودنې څخه خبره کړې. 

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي د تويتر له لارې ويلي: «موږ د کندهار په لومړۍ ناحيه کې د شعيه مسلمانانو په يوه جومات کې پر بريد ډېر خواشيني يو چې زموږ د يو شمير هېوادوالو ژوند  یې اخيستی او يو شمير نور یې ټپیان کړی دي.»

دغه برید په کندز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې تر يوه خونړي بريد يوه اونۍ وروسته شوی دی چېلږ ترلږه سل  کسان پکې ټپيان او وژل شوي ول.

واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان کې د «اسلامي دولت نومې ډلې» یا داعش بریدونه ډیر شوي دي طالبان هم وایي چې پر وړاندې یې په بیلابیلو سیمو کې عملیات کوي.