1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کندهار ـ تر زرو زيات د سوځېدنې پيښي ثبت سوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۳, یکشنبه

سږکال د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي د سوځېدني تر زر ډيرې پيښي ثبت سوي دي. په سوځیدولو کسانو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي. ۱۵ کسان په کې تلف شوی هم دي. محمد ابراهيم سپېڅلی له کندهار څخه ورباندي احوال ورکوي:

https://p.dw.com/p/3XA0x
Verletzter vom Bombenanschlag während der Wahlen in Kandahar, Afghanistan
په کندهار په حوزوی روغتون کې په روان لمريز کال کې د سوځيدنې ۱۰۷۰ پيښې ثبت شوي دي - آرشيفانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Seiam

چارواکي او د روغتيايي چارو سره تړلي کسان وايي چي د سوځېدني اکثره پيښي په کندهارښار او ولسوالیو کي د خلکو د ناپامۍ له امله رامنځته سوي دي.  له دغو قربانيانو څخه يې يو هم د د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د جراحۍ په عمومي وارډ کي ۳ کلن سوځېدلی کوچنی هلک دی چي سرته يې مور ناسته ده. د دغه ماشوم هلک چیغو وارډ پر سراخیستی دی. مور يې د خپل زوی نوم محمدعثمان راښيي.

د سوځل سوي ماشوم موروايي چي د ځان تودولو پر بخارۍ يې اوبه باندې کړې وې او دا د کور په نورو کارونو پسې له خوني راوتلې وه، چي ناببره يې د زوی لویه چغه سوه. هغه زياتوي: « په ځغاسته خوني ته ور غلم، که ګورم هلک پرځان د جوش اوبو ډک چایبر راچپه کړی دی. دا دی نن يې څلورمه شپه ده، دلته مو بستر کړی دی. له ځیګره بیا ترپښو پوري داسي سوځلی دی، چي اوله ورځ يې ګرسره غوښي توییدلې.»

«پاکستان ته د تلو اقتصادي توان نه لرم»

دا په ژړغوني اواز وايي، د کورنۍ غړي او ځیني ډاکټرانو ورته ویلي، چي زوی يې د سم علاج له پاره پاکستان ته بوځي، خو د دې په خبره، خاوند يې روزانه مزدوري کوي، پاکستان ته د تلو اقتصادي توان نه لري.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال داکټر، موسی جان سلطاني له المان ږغ دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، دا یوازي محمدعثمان نه دی چي له دوی سره بستر دی، بلکي سږکال د حمل میاشتي څخه بیا تر سلواغې میاشتي پوري د میرویس حوزوي روغتون د راجسټر په کتاب کي ۱۰۷۰ د سوځیدني پيښي ثبت سوي دي. هغه زياتوي: « موږ ته سږکال د مختلفو سوختګیو ۱۰۷۰ پیښي دلته میرویس روغتون ته راوړل سوی دي، چي په دې ډله کي ۶ تنه همدلته د بستریدو پرمهال وفات سوي دي او ۹ جسدونه بیا جلا راوړل سوي دي، چي د سختو سوځیدو له امله تر روغتون رارسیدو مخکي مړه سوي وو.»

ډاکټر سلطاني وايي، که څه هم میرویس حوزوي روغتون د ټولې حوزې په سطحه کارکوي، خو اکثره دغه پيښي له کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو څخه ورته راغلي دي. د ده په خبره دغه سوځیدني د کورونو، دوکانونو، مارکیټونو ترڅنګ په کورونو کي عادي سوځیدني شاملي دي.

«د محلي ږغیزو رسنیو دنده»

په کندهارکي د «حکمت بشري» ټولني مشر محمد داود بشریار وايي، د سوځیدولو پيښو دغه شمیرې اندېښمن کړی او زیاتوي چې په دې اړه د هرچا، خو په ځانګړي ډول د محلي ږغیزو رسنیو دنده ده، ترڅو کورنۍ وپوهوي چي خپل او د خپلو اولادونو او د نورو ژوند ته پام وکړي.

Afghanistan Anschlag Kandahar
يو ټپي ماشوم د خپل پلار په غيږ کې- د کندهار روغتون د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP

بشریار زیاتوي، په هره برخه کي، چي بشر ته زیان رسیږي ورته د منلو نه ده او په دې اړه به د کندهار د مېرمنو چارو،عامي روغتیا ریاست ، کندهارښاروالۍ، اطلاعات اوفرهنګ ریاستونو سربیره، د کندهاربشری حقونو خپلواک کمیسون او له یوشمیر نورو مدني بنسټونو سره تعقیبي غونډي کوي ترڅو د کورنیو د عامه پوهاوي لپاره لاس په کار سي، چي په کندهار ښار او ولسوالیو کي د سوځیدونو د پيښو شمېره که یو مخ له منځه ولاړه نه سي، نو راکمه خو سي.

هغه وايي: « د یادي شمېرې په اوریدولو ولړزېدم، تر ټولو لوی مسؤلیت دا دی، چي عام  خلک او کورنۍ پوه سي، چي په کورونو او دوکانونو او نورو ځایونو کي د اور لګولو پرمهال ډېر پام وکړي. زما په نظر دا کار ترهرچا محلي راډیوګاني ښه کولای سي، چي له هري غزلي او پروګرام وروسته په دې اړه پيغامونه خپاره کړي. »

«د سوځیدولو ناروغانو لپاره هیڅ جلا ځای نه لرو»

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی له کندهار ملي راډیو ټلویزیون څخه په دې اړه لنډ پيغامونه خپاره کړي او په ځینو روغتیايي خپرونو او ورکشاپونو کي يې په دې اړه خلکو ته د مخنیوي معلومات ورکړي دي. د ده په قول، په میرویس حوزوی روغتون کي دغه زیاتي پيښي داسي مهال ثبتیږي، چي دوی د سوځیدولو کسانو لپاره هیڅ ځانګړی ځای او ځانګړي ډاکټران نه لري. هغه زياتوي، په کار ده چي د سوځیدولو ناروغانو لپاره ځانګړی وارډ موجود وي، چي نور ناروغان له دوی او دوی له هغوی په تکلیف نه سي او سمه درملنه يې وسي.

سلطاني د ځای او آسانتياؤ له کمښت څخه هم سر ټکوي: « بدبختانه ، بدبختانه موږ په ټول میرویس حوزوي روغتون کي د سوځیدولو ناروغانو لپاره هیڅ جلا ځای نه لرو. د دې ستونزي پر بنسټ مو سوځیدلي ناروغان هم د جراحۍ په عمومي وارډ کي ځای پرځای کړي دي، چي دا هیڅ مناسب ځای او کار نه دی. »

د سلطاني په خبره، د اکثرو پيښو علت د کورنیو ناپامي ده، چي د اور تاوان بابیز ګڼي او بیا وروسته پښېماني کوي، چي هیڅ ګټه نه لري. دا په داسي حال کي ده، چي پروسږکال د میرویس حوزوی روغتون سره ۱۱۶۰ تنه وو، چي ۲۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

Afghanistan Flüchtlingslager bei Kabul
د سوځيدنې د پيښو یو لامل د کورنیو بې احتياطۍ ښودل کیږي - آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

احتياطي تدابير

د کندهار په امنیه قومندانۍ کي د اور وژني آمر جمالزی وايي، په کار ده چي ترهر څه لومړی لاندي ټکي په پام کي ونیول سي:

۱: د اور، انګیټۍ، بخارۍ، د ګازو ډبې، پټرول او آن اورلګیت او نور شیان په داسی یو ځای کې وي، چی هلته د کوچنیانو لاسرسی او د اور اخیستلو چانس لږ وي.

۲: په کور، مارکیټ او دوکانونو کي د اور وژني ځانګړي ډبې او د اطفايي د ټلیفون فعالې شمېرې موجودې وي.

۳: د اور لګیدني سره سم د نورو خلکو خبرول او د مرستي نارې وهل.

۴: کوچنیان، ناروغان، سپین ږیري کسان او ژر اور اخیستونکي خطرناک شیان له هغه ځایه لیری کول.

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي مخکنی استاد، داکټرعبدالباري واحدي، وايي سوځیدنه د طب په کتابونو کي یو جلا بحث دی او په دې اړه لومړۍ سپارښتنه داده، چي د کورنۍ مشران ډېر پام وکړي.

۱: هرڅومره ژر چي کیدای سي، سوځیدلي کسان تر روغتون پوري وروسوي.

۲: که روغتون ته لاسرسی نه وي، پر سوځولو ځایونو باندي د غاښونو کریم.

۳: د کیلې پوستکی

۴:خامه سرکه

۵: شېرګرمه اوبه

۶: مالګوبی
۷: شیدې او یو شمیر نورې اسانۍ کورنۍ لارې چارې سته، چي د سوځیدلي بدن لپاره ګټه کوي، خو ترټولو غوره لار يې تر نژدې ډاکټر پوري رسول اړین دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار