1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

کندهاریان: نا امنيو او غلچکي بریدونو سخت اندېښمن کړي یو

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

د روانې اوونۍ په وروستیو څلورو ورځو کې په پرله پسې ډول پر ځینو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو سربېره هره ورځ په دغه ولایت کې یو غلچکی برید ترسره سوی، چې یو شمیر مهم دولتي کسان پکې وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3diQB
Afghanistan Anschlag auf Polizeiquartier in Kandahar
انځور: Reutes/I. Sameem

پنځه ورځي ترمخه په عینو مېنه کي د ماهیانو په نوم له فوارې سره یو پولیس افسر په غلچکي برید کي ووژل سو او ساتونکی يې ټپي سو. له دې پيښي یوه ورځ وروسته د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د پولیسو افسر نثار احمد، چی د کرونا له امله د خپل مړ سوي خسر فاتحې لپاره کندهار ښار ته راغلی و، ناڅرګندو موټرسایکل سپرو وواژه.

تیره ورځ بیا د کاپيسا د امنیه قومندان جنرال فرید احمد مشعل ورور محمد نسیم خان، چي د کندهار په امنیه قومندانۍ کي د جنايي جرمونو منطقوي کنټرول مسئول ؤ، په درېیمه ناحیه کي مخ پټو وسله والو ترور کړ.

د جمعې په ورځ بیا د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ ولسوال سلیمان شاه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د (مشکزو) په کلي کي نامعلومو وسله والو ووژی.

د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي المان ږغ دویچه ویله ته دیادو پيښو د تائيد ترڅنګ وايي، بریدګر له ټولو پيښو څخه وروسته تښتېدلي، خو پولیس يې د نیولو په لټه کي دي او تراوسه يې په دې څوک نه دي نیولي:

« زموږ پولیس شپه او ورځ د خلکو د ارامۍ لپاره کمربند تړلي ولاړ دي، خو په دې اړه د خلکو همکاري اړینه ده، له خلکو غواړو، چي شکمن کسان زموږ پولیسو ته په نخښه کړي.»

دا په داسي حال کي ده چي په اول وار د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ګډ استخباراتي مرکز تیره ورځ وسله وال بریدونه وسول.

دغه ځای، چي د طالبانو د بنسټګر ملامحمد عمر په کور مشهور دی، یوه لویه نظامي او استخباراتي اډه بلل کيږي.

Verletzter vom Bombenanschlag während der Wahlen in Kandahar, Afghanistan
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Seiam

که څه هم تر دوه ساعته زیات وخت پر دغه سیمه جګړه روانه وه، مګر وروسته یوې سرچنې، چي نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور سي، وویل، دوه په درنو وسلو سمبال کسان د ارغنداب ولسوالۍ لخوا پر یاد استخباراتي او نظامي مرکز بریدونه کړي دي، چي د ارغنداب ولسوالۍ د پولیسو د ټولۍ قومندان عصمت الله هم پکښي ټپي سوی دی.

که څه هم له یادي پيښي تر ۴۸ ساعتونو زیات وخت تیریږي، خو د برید کوونکو هیڅ برخلیک معلوم نه دی او ویل کیږي، چي له برید وروسته په نژدې غرونو کي پټ او د نیولو لپاره يې چاڼیز عملیات روان دي. د یادو ټولو پيښو د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.

غمی مظلومیار د کندهار د نوي ښار اوسیدونکی، همدغه ټکي ته په ګوتي نیولو سره وايي چې هره ورځ نا امني زیاتیږي او وسله وال په ښار کي دننه مهم کسان وژني او له ښاره سلامت وځي، چي دا د حیرانتیا خبره ده: «زه خو وایم یو څوک سته چي کندهار په قصدي ډول ناامنه کوي. ځکه دا څنګه امکان لري، چي هره ورځ پرله پسې پر پوستو حملي کیږي، تروریسټي بریدونه کیږي او بیاهم وسله وال د پيښي له ځایه روغ وځي.»

صدیقه کاکړه یوه معلمه ده. هغه هم وايي، د ناامنیو او غلچکي بریدونو زیاتوالي نه یوازي اندېښمنه کړې، بلکي له کندهار څخه د وتلو په هکله غور کولو ته يې اړه کړې ده .

دا وايي: «راتلونکي ته چي مو یوڅه هیله وه، هغه هم ورځ په ورځ په ناهیلۍ بدلیږي. دا په دې چي هره ورځ اورو، چي دلته يې فلانکی مړ کړی، هلته يې بل څوک وویشتی او پر فلانکي ځای چاودنه یا حمله وسوه. زه خو وایم، چي وس مي کار وکړي له کندهاره کډه باروم. »

په کندهار کي پر داسي مهال خلک په دغه ولایت کي له ناامنیو او په ځانګړي ډول له غلچکي بریدونو څخه اندېښمن سوي دي، چي په دې وروستیو کي د کندهار له مرکزي محبس او د هیواد له یوشمیر نورو زندانونو په زرهاوو وسله وال طالبان ازاد سول.

د ځینو روڼ اندو په وینا، کیدای سي دغه ازاد سوي طالبانو بیرته وسلې اخیستیې او د ناامنیو په زیاتوالي کي يې لوی رول لوبولی وي.

خو تراوسه داسی کره شواهد نه سته، چي ازاد سوي طالبان دي بیرته د جګړې سنګر ته تللي وي.

محمد ابراهیم سپيڅلی/ کندهار

پر ورته موضوع انځوریز رپوټ، زموږ له آرشیف څخه: