1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهارښارـ ۷ پولیس له مسموم کیدو وروسته په ډزو ووژل سول

۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه

په کندهار کي يوې سرچينې آلمان ږغ ته وويل چي په دغه ښار کي د نامعلومو کسانو له خوا د يوې پوستې ۷ پوليس اول مسموم سوي او بيا وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3uT2b
Afghanistan Kandahar Stadt Kreuzung
انځور: DW/A. Hekmatullah

د کندهار په ښار کي يوې سرچینې د نوم نه ښولو په شرط د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون پنځمه) المان ږغ ته وویل چي دوه تنه د مېلمنو په پلمه د جمعې په ماخستن د کندهارښار په پنځمه ناحیه کي د ظریفي مېني په سیمه کي یوې امنیتي پوستې ته ورغلي دي.

سرچینه وايي، یادو مېلمنو پولیسو ته د ماخستن په خوړو کي زهرجن مواد اچولي، چي تر مسموم کېدو وروسته يې ډزي پر کړي او ټول ۷ پولیس يې وژلي دي.

دغه کس زياته کړه: « د پولیسو له وژولو وروسته يې وسلې او د پوستې نور مهمات هم له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.»

په میرویس حوزوي روغتون کي یوتن ډاکټرهم د نوم نه ښولو په شرط المان ږغ ته وویل ، له یادي پيښي ۷ په مرمیو ویشتل سوي جسدونه ور وړل سوي دي: «موږ ته راوړل سوي د پولیسو ۷ جسدونه په مرمیو د بدن پر بېلا بیلو برخو ویشتل سوي دي.»

دا په داسي حال کي ده، چي تیره ورځ په دغه ښار کي یوه پولیسه هم د ناڅرګندو وسله والو لخوا دندي ته د تګ پر مهال په ډزو وژله سوې وه. 

تراوسه د پيښي د مسؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

محمدابرهیم سپېڅلی/ کندهار