کندهاريان: نور بايد د ټاکنو پايلي ونه ځنډيږي
۱۳۹۳ شهریور ۷, جمعهپه هيواد کي ناامني، وزګارتيا، د کاروبار په ټپه درېدل او نوري ستونزي هغه څه دي، چي په غونډه کي ګډونوالو د ټاکنو له پايلو له ځنډېدو سره وتړلې. دغه غونډه د پنجنشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست ۲۸مه) د ماسپښین وروسته تر سره سوه.
د غونډي برخوالو په جدې ډول غوښتنه وکړه، چي نور بايد د انتخاباتو پايلي ونه ځنډول سي اوپه خبره يې د هري ورځي په تېرېدو عام افغانان په اقتصادي ګرداب کي غرقيږي.
د غونډي برخوالو ټينګار وکړ، چي ورځ تربلي وزګارتيا اوج ته رسيږي او په ټولنه کي د وزګارتيا زياتوالى د يوې خطرناکي راتلونکي ويره خپروي.
جوړي سوي غونډي ته ويناوالو د خپلو رايو يادونه کړه، چي خپلي رايي يې د هيواد د ښې راتلونکي له پاره کارولي او نه غواړي، چي په زياتو پلمو او بهانو يې د هيواد راتلونکى کړکېچن سي.
دوى ټولو په يوه خوله اوسنى حالت له زغم وتلى ياد کړ او د ټاکنيزو پايلو ژر اعلان يې د ولس په ګټه وګڼى. یوه تن گډونوال وویل: «تاسي ورسئ ! په ولسواليو او ښار کي د عامو خلکو پر ژوند پوښتنه وکړئ، بي کاري اوج ته رسيدلې، نا امني د کورونو دروازې ته راغلې او بالاخره ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.»
د دغه غونډې د گډون والو په وینا دوی خپله رايه د کاندېدانو د جنجال له پاره نه ده کارولې، بلکې خپلي رايي یې د خپلو راتلونکو نسلو د يوې ښې راتلونکي په موخه کارولي دي.
د غونډي په وروستيو کي یو نهه ماده ييز پرېکړه ليک هم له خبريالانو سره شريک سو، چي د ټاکنو د ژر پايلو د اعلانيدو په لار کي له نړېوالو څخه دمرستي غوښتنه سوې وه.
په پرېکړه ليک کي همدارنګه راغلي وه، چي د ټاکنو خپلواک کميسون دي د خپل قانوني واک څخه په بشپړه ډول کار واخلي او هغه څه دي وکړي، چي د افغان ولس په خير وي: «د ملګرو ملتونو له استازي څخه هيله لرو، چي د افغانستان نافذه قوانين په پام کي ونيسي او د پايلو د اعلان اصلي مرکز يعني د ټاکنو د خپلواک کميسون حمايه کړي.»
همداراز په پرېکړه ليک راغلي، چي په هيواد کي ټولي مدني ټولني په يوه ږغ د ټاکنو د پايلو ننګه وکړي او په دې لار کي نور چوپ پاته کيدل په کار نه دي.
په کندهار کي د بشري حقونو پلويان وايي، دا په نړۍ کي لومړى ځل دى، چي د يو هيواد د ټاکنو پايلي نه يوازي دومره ځنډيږي، بلکي د رايو د شميرولو پرمهال پکښي زيات خنډونه او ان د چاکوګانو شخړه او د خبريالانو د وهلو ډبولو پيښي پکښي رامنځته کيږي.
همدا سبب دى، چي د ټاکنو د پايلو ځنډېدو په هيواد کي د ژوند پر ټولو چارو سيورى غوړولى او ټول هيوادوال يې د ژراعلانيدو غوښتنه کوي.