1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندزیان ولې خپلې عریضې د حکومت پر ځای طالبانو ته سپاري؟

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

د کندز ځینې اوسیدونکي د حقوقي دعوو د حل له پاره د حکومتي محکمو پر ځای طالبانو ته مراجعه کوي. دوی وايي په حکومتي محکمو کې فساد دې کار ته اړ کړي. خو ځینې یې وایي چې اوس د طالبانو په محکمو کې هم فساد شته.

https://p.dw.com/p/38QaG
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
آرشيفانځور: Reuters/M. Ismail

د کندز د خان آباد ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي محمد دین، له یو کس څخه د خپل پور د تر لاسه کولو له پاره شپږ کاله په دولتي ادارو کې منډې ترړې وکړې، خو هڅو یې کومه پایله نه لرله. هغه په پای کې اړ شوی چې په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو یوې محکمې ته مراجعه وکړي. که څه هم پوروړی کس شپږ میاشتې لادرکه وو، خو کله چې طالبانو هغه وموند نو محمد دین یې محکمې ته ور وباله.

هغه وایي: «هلته چې ولاړم [طالبانو] زما څخه پوښتنه وکړه چې اسناد او شاهدان لرې، که نه؟ ما وويل، هو. هر څه لرم!»

د محمد دین په خبره طالبانو د اسنادو تر لیدو او د شاهدانو د خبرو تر اوریدو وروسته ډیر ژر پریکړه وکړه: «فقط په دوو ساعتونو کې يې زما پیسې حصول کړې [...] او زما مسئله حل شوه.»

د طالبانو په محکمو کې چټکې پریکړې، د دې ډلې تر کنترول او نفوذ لاندې د سیمو اوسیدونکی هڅوي چې خپلې حقوقي دعوې دغه شان محکمو ته یوسي. د کندز د علي آباد ولسوالۍ اوسيدونکی معلم تور خان، چې د ځمکې پر سر د حقوقي دعوا له کبله یې تازه طالبانو ته مراجعه کړې، وايي چې اوس تر پخوا د مراجعینو شمیر ډير زیات دی.

هغه وایي: «موږ ورغلي وو. ديرش، څلويښت موټر [د محکمې په مخ کې] په نوبت کې ولاړ ول. که پر اتو يا نهو بجو نوم وليکې نو يولس دولس بجې نوبت درسيږي.»

Afghanistan Taliban
د وسلوالو طالبانو جنګيالي د يوې غونډې پر مهال - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د طالبانو محکمو ته د ښار د اوسیدونکو مراجعه

طالبان له ډیر وخت راهیسې د افغانستان په هغو ولسوالیو کې چې د دې ډلې تر کنترول لاندې دي، خپلې محکمې لري. تر دې مخکې به د طالبانو د محکمو مراجعین د ولسوالیو اوسیدونکي ول چې د بیلابیلو لاملونو له کبله یې دغې ډلې ته مراجعه کوله. خو د کندز یو شمیر ځایي اوسیدونکي وایي چې اوس د ښار ځيني اوسیدونکي هم د حکومتي محکمو پر ځای طالبانو ته ورځي.

د علي آباد ولسوالۍ اوسيدونکی اميد احمدي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمه کې ژوند کوي وايي: «[خلک] زيات طالبانو ته ترجيح ورکوی، طالبانو محکمو ته مراجعه کوي، حتی د حکومت د سیمې اوسيدونکي هم د طالبانو محکمې ته مراجعه کوي او خپلې عريضې پر کوي.»

د کندز د ولايتي شورا د غړي سيد اسدالله سادات، په خبره په کندز ولایت کې د طالبانو پراخ حضور او دولتي ادارو کې اوږده اداري بهیرونه د دې لامل کیږي چې ډیر کندزیان د طالبانو محکمو ته مراجعه وکړي. هغه وایي: «حکومت کې د مراتبو سلسله اوږده ده، خلک څارنوالي،[بشر] حقوق، عدليه، محکمې، قومنداني، جلب او جذب او هر ځای ته استول کيږي. خو هلته يوه جومات ته ځي او په نیمه ورځ او یا هم دوو ساعتونو کې ټول جنجال ختموي.»

د طالبانو په محکمو کې څرنګه پریکړې کیږي؟

د کندز ولایت اوسیدونکي وايي چې طالبان د خلکو شخړې د اسنادو او شواهدو له مخې حلوي، خو په دې برخه کې د حکومتي ادارو استعلامونه نه مني. دوی زیاتوي کله چې لازم اسناد موجود نه وي، په هغه صورت کې طالبان د سيمې مشران راټولوي او هغوی ته د قضيې په اړه قسم ورکوي او په دې ترتیب سره نهايي فیصله کوي.

امید احمدي وایي چې طالبان د پریکړې تر اورولو مخکې د دعوا د دواړو اړخونو رضایت ترلاسه کوي او دا سپيناوی هم ورسره کوي چې له نهايي فیصلې به سرغړونه نه کوي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا خلک د طالبانو دا ډول فیصلې مني، وويل: «خلک پریکړې مني ځکه هر څوک چې عرض کوي مخکې له مخکې [طالبان] ورته وايي چې موږ ستاسو په حق کې فیصله کوو، او کومه فیصله چې مو وکړه هغه به تاسو منئ که مو قبوله نه کړه په راتلونکې کې د شکايت حق نه لرئ.» احمدي وايي چې خلک په ځينو حالاتو کې د طالبانو له ويرې هم دغو پريکړو ته غاړه ږدي.

Afghanistan Prozess nach Lynchmord an einer Frau
په کابل کې يوه دولتي محکمه - آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

خو د کابل ولايت د سويل زون له څارونوالۍ څخه حميدالله عابد بيا د طالبانو فيصلې او پريکړې مشروع او قانوني نه ګڼي. هغه وايي د قانوني او مشروع پريکړو له پاره يو اصل، زمان یعنې رسمي وخت او مکان یعنې حکومتي محکمه ده، چې بايد موجود وي. د محکمې قاضيان او څارنوال يې هم د موجوده مشروع نظام له خوا ټاکل شوي وي: «په يوه موضوع کې چې دغه شيان موجود نه وي موږ هغې ته يوه شرعي او قانوني فیصله نه شو ويلی. د بيلګې په توګه يو سړی عارض کيږي د چهاردرې ولسوالۍ ته خو هغوی [طالبان] ورته د ځان د ويرې په خاطر زنګ وهي چې ګورتيپې ته راشه، چې هلته هم ورشي، هلته يې هم خپل ځای بدل کړی وي، یعنې د هغو نه يې زمان مشخص معلوم دی او نه يې هم مکان، او نه هم شخص [قاضي] معلوم دی چې دا فیصله څوک کوي.»

عابد زياتوي قانون یو څارنوال ته د دې حق ورکړی چې پر يوې قضيې تر ۷۵ ورځو پورې څيړنه وکړي تر څو عدالت په ريښتينې توګه تامين شوی وي. هغه په دې باور دی چې د طالبانو په عاجلو پريکړو کې بشپړ عدالت نه شي تامينېدلی خو کيدای شي خلک د هغوی فیصلې له ويرې ومني.

د طالبانو په محکمو کې فساد

یو بل لامل چې ډیر کندزیان یې له دولتي محکمو زړه توري کړي، په دې ادارو کې لوړ فساد دی، خو د طالبانو د محکمو یو شمیر مراجعین وایي چې اوس طالبان هم په ځینو مواردو کې د پریکړو پر مهال په پټه رشوت اخلي.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي چې د امنیتي لاملونو له کبله یې نه غوښتل نوم يې واخیستل شي، دویچه ویله ته وويل چې طالبان بډې په خپل لاس او ښکاره نه اخلي، بلکي په غيرمستقيم ډول د دويم او دريم کس له لارې یې ترلاسه کوي.

د هغه په خبره که څوک وغواړي د خپلې دعوې د حل له پاره طالبانو ته بډې ورکړي نو په سيمه کې کميشن کاران شته چې هغوی له طالبانو سره پیژني. دغه کس وايي چې کميشن کاران ښکاره ګرځي او ټولو ته معلوم دي. خو ډیر کسان د خپل امنیت په اړه د اندیښنو له کبله په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

Mohammad Aref Mobasher
د کندز د استيناف محکمې مشر محمد عارف مبشرانځور: Privat

د کندز ولايت د استيناف څارنوالۍ رئيس پوهيالی محمد عارف مبشر هم وايي چې اوس د طالبانو په محاکمو کې شفافيت شتون نه لري: «کوم راپورونه چې په دې وروستيو کې موږ تر لاسه کړي دي، د هغوی [طالبانو] محکمې ډيرې غيرعادلانه او غيرشفافې دي. مخالفين په خپلو محکمو کې حتی شرعي قوانينو ته هم پابند نه دي او زه دا په ډيره جدي توګه وايم چې د هغوي پريکړې په هيڅ صورت کې موږ ته د منلو وړ نه دي.»

مبشر د طالبانو محاکمو ته د خلکو مراجعه مني خو هغه د دې کار لامل له طالبانو څخه د خلکو ويره او مجبوريتونه ګڼي ځکه طالبان يې پر سيمو حاکميت لري. خو هغه دا نه مني چې د حکومت تر کنترول لاندې سيمو څخه دې هم خلک د طالبانو محاکمو ته ورشي. هغه په کندز کې د طالبانو تر څنګ د ناقانونه وسله والو ډلو شتون يوه بله لويه ستونزه بولي چې پر وينا يې مجرمانو ته پناه ورکوي.

خو د کندز د ولایتي شورا غړی سادات، که څه هم د طالبانو له خوا د رشوت اخیستلو په اړه څه و نه ویل خو روښانه یې کړه چې دغه ډله په نورو مواردو کې له خلکو پیسې ترلاسه کوي. د هغه په خبره طالبان آن د وکيلانو، د پوځ او پولیسو د افسرانو ځمکې غضب کړي او حاصلات یې اخلي: «طالبان د بريښنا د بيل پيسې اخلي، د سرای او دوکان عشر او زکات هم له بازاره راټولوي. همدا ډول له تجارانو او دوکاندارانو څخه هم څه چې غواړي هغه اخلي.»

د کابل ولايت د سويل زون له څارونوالۍ څخه حميدالله عابد وايي د حکومتي محاکمو پر ځای طالبانو ته د خلکو د مراجعې يو لامل د حکومتي محاکمو زاړه تشکيلات دي چې پر وينا يې د اوسني نفوس ځواب نه شي ويلی: «د دغې ستونزې د حل له پاره که د مامورينو تشکيل يو څه زيات شي هم به په کارونو کې سرعت رامنځته شي او هم به د خلکو ستونزې حل کيږي. دا کار به طالبانو ته د خلکو د ورتللو مخه ونيسي.»

کندز د افغانستان په شمال ختيځ کې پروت دی او طالبان په کې د نورو ګاونډيو ولايتونو په پرتله ډير ځواکمن دي. دغې ډلې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د کندز مرکز هم د څو ورځو له پاره نيولی وو.

dw م. ک. ص