کلنټن: د ایران د اتومي پروگرام د مخنیوي له پاره هڅې کوو
۱۳۹۱ تیر ۲۷, سهشنبهاعلان
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن تیره ورځ ویلي دي واشنگنټن به له ټولو ممکنه لارو چارو څخه د ایران د اټومي پروگرام د مخنیوي له پاره کار واخلي او په دې هکله له اسرائیل څخه د نزدي کار کوي. هغې په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د اسرائیل او فلسطین تر منځ هغه وخت له سره د سولې خبرې اترې شروع کیدای شي چې دواړه خواوې ډیر زیار وباسي. کلنټن دغه خبرې تیره ورځ په اسرائیل کې د ۲۴ ساعتونو تیرولو وروسته د خبریالانو په وړاندې وکړې.