1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کريکټ: افغانستان له ايرلند سره د لوبو لړۍ گټونکی شو

۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې د «افغانستان د اسلامي بانک جام» د سياليو درېمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه وبايلله. خو دا چې افغانستان خپلې مخکنۍ دوې لوبې گټلي وې، نو د دې لړۍ گټونکی شو.

https://p.dw.com/p/3ZADd
ICC Cricket World Cup | Pakistan - Afghanistan | Haris Sohail
انځور: picture-alliance/empics/N. French

د لوبو د دې لړۍ وروستۍ او درېمه لوبه چې نن سه شنبه (د ۲۰۲۰ م کال د مارچ ۱۰ نيټه) ترسره شوه، ډېره جالبه وه. ايرلند پچه وگټله او لومړی یې د توپوهنې پريکړه وکړه.

د ایرلند لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د اته لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې او په دې توگه یې افغان لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکي په ننۍ لوبه کې ډېر ښه وځليدل.  له دوی څخه قيس احمد چې نن یې لومړی شل اوریزه نړيواله لوبه کوله، درې ويکټې ترلاسه کړې. همدا راز نوين الحق درې لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د دې په مقابل کې ۱۴۲ منډې جوړې کړې او لوبه په دې توگه برابره شوه چې دا دې باعث شوه لوبه د سوپر اور يا اضافي اور په ترسره کولو سره گټونکی وټاکي.

د افغانستان لوبډلې په دې اور ۸ منډې وکړې او ایرلند ته یې د ۹ رنزونو هدف وټاکه. د ایرلند لوبغاړو د يوې شپږیزې په وهلو سره دغه هدف ترسره کړ.

خو افغان لوبډلې د دې شل اوریزې لړۍ گټونکې شوه ځکه د ايرلند ته په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماته ورکړې وه.

د افغانستان د اسلامي بانک جام دغه سیالۍ د هند په گريتر نويدا لوبغالي کې ترسره شوې.