1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: کوم کسان له ډير خطر سره مخامخ دي او ولي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د کرونا په نوي ويروس باندي ټوله انسانان يو ډول اخته کيږي. که هغه ښځي دي، که نارينه او که کوچنيان. خو عواقب يې يو له بل سره توپير لري. په دې برخه کي ډېر عمر، جنسيت او مخکينۍ ناروغي خپل نقش لري.

https://p.dw.com/p/3ZDIr
Ukraine Coronavirus  ältere Frau mit Mundschutz
انځور: picture-alliance/dpa/S. Chuzavkov

د برلين په شاريتې روغتون کي د ويروس پوه کريستيان دروستن په نظر، د کرونا نوي ويروس به په راتلونکو اونيو او مياشتو کي لا پسې پراخ سي او دوه پر دريمه برخه انسانان به ورباندي اخته سي. که هوا گرمه هم سي او د په اصطلاح ريزش او گريپ وختونه هم تير سي، خو بيا به هم په دې برخه کي کوم بدلون رانه سي.

له بلي خوا به په ډيرو انسانانو کي دغه ناروغي سرسري تيره سي. خو د هغوی په بدن کي به، په مني کي چي يووار بيا د ريزش او ذوکام وخت وي، د SARS-CoV-2  په وړاندي انتي باډيز جوړ سي.

 ولي بايد تر ټولو دمخه زاړه کسان ځانونه وساتي؟

تر ټولو دمخه د زيات عمر لرونکي کسان له خطر سره مخامخ دي، دا ځکه چي له څه ناڅه ۶۵ کلنۍ وروسته د مړينې کچه لوړه وي. د مثال په ډول په چين کي تر څلويښت کلنۍ پوري د اخته کسانو د مړيني کچه صفر اشاريه دوه ده، د ۷۰ کلنۍ او ۷۹ کلنۍ ترمنځ اته سلنه او پس له ۸۰ کلنۍ څخه يې کچه ۱۴ اشاريه اته سلنه ده.

له همدې کبله بايد په راتلونکو اونيو او مياشتو کي زاړه کسان ځانونه وساتي، په تيره بيا هغه چي مخکنۍ ناروغۍ ولري. دغه تر گواښ لاندي ډله بايد په هيڅ صورت له گڼه گوڼي ډک ځايونو، کنسرتونو او نورو پروگرامونو ته ورنه سي.

انا گاني او نيکه گان بايد د لمسيانو پالنه ونه کړي، هغوی بايد په قرانطينونو او يا دې ته ورته اضطراري ځايونو کي ونه گومارل سي. د هغه پر ځای بايد د زړو کسانو اولادونه د هغوی کورته سودا راوړي تر څو سوپر مارکيټونو ته يې له تگ څخه مخنيوی وسي.

ولي مخيکنۍ ناروغۍ د کرونا خطر زياتوي؟

تقريباً ټوله وژل سوي کسان چي د کرونا په ويروس اخته سوي ول، مخکي يې هم کومه ناروغي درلوده. د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې ارزونې له مخي په چين کي زياتره هغه کسان د مړيني له گواښ سره مخامخ سوي دي چي مخکي د زړه، شکر، د ويني د لوړ فشار، تنفسي او يا هم سرطان په ناروغيو اخته سوي ول.

ولي د ښځو په پرتله نارينه له ډير گواښ سره مخامخ دي؟

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله نارينه په ښکاره ډول د ښځو په پرتله د SARS-CoV-2 ناروغۍ په نتيجه کي ژر مري. په چين کي د فبرورۍ په نيمايي کي په کرونا اخته نارينه وو د مړيني کچه ۲ اشاريه ۸  او د ښځو هغه يو اشاريه ۷ وه.

په ۲۰۰۳م کال کي هم په هانگ کانک کي د سارس د ناروغي پر وخت وضعيت همدا ډول وو. حتي يو عادي گريپ هم، د ښځو په پرتله پر نارينه وو سخت تيريږي.

Bangladesch Coronavirus Sicherheitsvorkehrungen in Dhaka
انځور: DW/S. Hossain

 ولي کوچنيان له لږ گواښ سره مخامخ دي؟

د کرونا د نوي ويروس د پراخيدو پر وخت  بيا کوچنيان په ټولنه کي کمزوري نه بلل کيږي، له همدې کبله تر اوسه پوري يو ماشوم هم د وژل سوو کسانو په ډله کي شامل نه وو.

دا طبيعي ده چي کوچنيان هم په دغه ويروس اخته کيږي خو هغوي ناروغه نه وي او يا هم ډير لږ علايم له ځانه ښيي. دا چي ددې کار علت څه دی، تر اوسه لا معلومه نه ده.

 

ډاکټران اټکل کوي چي په ډيرو کوچنيو ماشومانو کي د هغوی د بدن د معافيت هغه سيستم اغيز لري چي د زيږيدو پر وخت يې لا په بدن کي موجود وي.

خوشبختانه تر اوسه هيڅ کوم ماشوم د COVID-19 له امله نه دي وژل سوی

ميندي خپلو اولادو ته د لومړنيو ناروغيو څخه د ساتلو له پاره د خپلو شيدو له لاري معافيت ورکوي. په دې ډول په بدن کي سپين کرويات د هغو ټولو ناروغيو په مقابل کي مقاومت کوي چي د پوست او يا هم مخاطي غشا څخه بدن ته د ننوتو هڅه کوي.

د معافيت دغه دوره معمولاً تر هغه وخته ادامه لري چي ماشوم خپل دبدن دفاعي سيستم جوړ کړي. د کوچنيانو په بدن کي تر لس کلنۍ پوري انتي باډي وده کوي چي وروسته بيا د نوو ناروغيو په وړاندي هم، د ژوند تر پايه د ودې په حال کي وي.