1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ په جرمني کي محدودیتونه نور هم وغځول سول

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

پر کرونا ويروس باندي د کنترول راوستلو په هدف د جرمني مرکزي حکومت له ایالتونو سره دې تفاهم ته رسیدلی چي محدودیتونه حداقل یوه میاشت نور پسې اوږده کړي. خو بیا هم د هغوی کمول او یا هم لاپسي شدیدول له امکانه لیري نه بولي.

https://p.dw.com/p/3cpJp
Deutschland Mainz | Coronavirus | Gastronomie öffnet
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د کرونا وبا له امله باید په آلمان کي ټولنیز محدودیتونه د جون مياشتي تر۲۹ مي پوري وغځول سي. د جرمني د مرکزي حکومت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې پر دې خبره د صدارت اداري رئیس هیلګا باوم او ددغه هیواد د ۱۶ ایالتونو د سنا او حکومت اداري رئیسان سره سلا سوي دي.

خو د جون له شپږمي څخه به ځیني نور محدودیتونه راکم کړای سي. د مثال په ډول له دوو کورنیو څخه تر لسو کسانو پوري کولای سي، په عام محضرکي سره وویني. خو بیا هم حکومت ويلي دي چي د امکان په صورت کي له ډیرو لږو کسانو سره تماس ونیول سي.

مشوره ورکول

همدارنګه ویل سوي چي په کورونو او تړل سوو خونو کي باید د شخصي لیدنو کتنو پر وخت لږترلږه، د یونیم متر فاصلې نیولو مقررات په نظر کي ونیول سي. د امکان په صورت کي دي، شخصي لیدني کتني په آزاده هوا کي تر سره سي.

د فدرالي حکومت د رسنیو ادارې ویلي چي دا پریکړه ځکه سوې ده چي په دغه هیواد کي د محدودیتونو د راکمولو له پیلیدو څخه یوه میاشت وروسته هم په کرونا باندي د اخته کیدو پیښې تر ټولو کښتي کچي ته رسیدلي دي، ځکه چي ټاکل سوی واټن او د نظافت تدابیر په نظر کي نیول سوي دي. نوموړې ادارې په دې ډول له اولس څخه هم مننه کړې ده.

ځانګړې لار

په داسي حال کي چي د تیورنګن ایالت د محدودیتونو د لاکمولو په اړه خاصه لار انتخاب کړې، په نورو ایالتونو کي بیا برعکس سخت تدابیر پر خپل ځای پاته دي. له کیڼ اړخه ګوند څخه د تورینګین صدراعظم، بودو رامیلو ویلي چي دولتي مقررات، اضطراري مداخلې دي او یوازي هغه وخت پر حق بلل کیږي چي که د ناروغۍ بهیر ورته اړتیا ولري.

د بایرن صدراعظم مارکوس زیودر بیا برعکس خبرداری ورکوی چي « هغه څوک چي په دې فکر کي دي چي کرونا کرار کرار د ورکیدو په حال کي ده، نو ډیر خوش باوره او ساده دی.»

(dpa, epd, rtr, afp) گ.پ/ن.ز