1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په بحراني هیوادونو کي د نوي فاجعې خطر

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

د کرونا ویروس ټوله نړۍ تر ګواښ لاندي راوستلې ده. تر اوسه پوري په زرو کسان وژل سوي. د ډیریو هیوادونو روغتیايي سیسټم تر سخت فشار لاندي دی. او په جنګ ځپلو سیمو کي بیا د نوي فاجعې انتظار کیږي.

https://p.dw.com/p/3a7Cw
Rumänien Timisoara | Corona-Patient wird ins Krankenhaus transportiert
انځور: Reuters/Inquam Photos/V. Simonescu

په افغانستان کي د ډاکټرانو، روغتونونو، بسترونو او حتی د تبي د معلومولوآله، ترمامیتر کمبود لیدل کیږي. د نړۍ په بحراني سیمو کي چیري چی جګړو، زورزیاتیو او بې وزليو ښکاره نخښي له ځانه پري ایښي وي، نو هلته به د کرونا ویروس حالت لا پسي خراب کړي. او داهم په داسي حال کي چي ټوله نړۍ به ورته ګوري.

په افغانستان کي د لسو زرو مړو اټکل کیږي

د فراه له جنګ ځپلي ولایت څخه د محمد جواد میرزايي په نامه ډاکټر وايي چي که دلته د کرونا ویروس شیوع پیدا کړي، موږ حتی ددې توان هم نه لرو چي په اضطراري حالت کي ۱۰۰ بستره دي د ناروغانو په اختیار کي ورکو.

په هرشي کي کمبود لیدل کیږي. نوموړی ډاکټر زیاتوي چي طالبان بیا ډاکټرانو ته اجازه ورکوي چی خپل کارونه پر مخ بوزي.

په افغانستان کي له څلورو لسیزو راهیسي جګړه روانه ده چي له امله یې ددغه هیواد روغتیایی سیسټم ویجاړ سوی. د نړیوالو له خوا پر میلیارډونو مرستو سربیره، بیا هم زیاتره کسان صحي امکاناتو ته لاس رسی نه لري. روغتونو ته لاري هم زیاتره وخت ډیري لیري او خطرناکي وي.

له بلي خوا له ګاونډي هیواد ایران څخه د ډیرو مهاجرو راتګ هم حالت لاپسي کړکیچڼ کړی. د مهاجرو له پاره نړیوالو سازمانونو په حواله تقریباً ۲۰۰ زره افغان مهاجر له دغه هیواد څخه راستانه سوي. له هغوي څخه یې ډیرو لږو کسانو د کرونا ټِست کړی دی. سربیره پردې له کاله په سوو زره کسان بیا د جګړو او نښتو له امله له خپلو کلو او ښارونو څخه تښتي. هغوی په ډیرو تنګو لاګرونو کي شپې او ورځي تیروي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت له همدې کبله په سخته اندیښنه کی دی. د عامي روغتیا وزیر وحیدالله مایار په نظر ښايي د کرونا له امله په دغه هیواد کي څه دپاسه ۱۰۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. په ډیر خطرناکه حالت کی بیا حکومت ددې بیره لري چي ددغه هیواد ۸۰ سلنه خلک ښايي په کووید ۱۹ ویروس اخته سي.

په اوکراین کي بیا پاکو اوبو ته لاس رسی له ګواښ سره مخامخ دی

که څه هم په رسمي ډول تر اوسه پوري په دغه هیواد کي د کرونا ویروس په هکله ارقام نه دي ورکړل سوي خو ښايي د اوکراین په ختیځ بحران ځپلي سیمه کي هم حالت خراب سي. کیف او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو دواړو د دونيڅک او لوهانسک سیمه تړلي، کومي چي ځیني برخي یې له ۲۰۱۴م کال راهیسي د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندي دي. همدارنګه د روسیې سره سرحدي لار هم په موقتي ډول تړل سوې وه.

تر اوسه پوري هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره انسانان له دغي کړکیچڼي لار څخه تیریږي. دا کار به تر ټولو دمخه د بیلتون غوښتونکو په سیمه کي په سونو زرو متقاعدینو ته سخت ګواښ پیښ کړي. هغوی به ونه سي کولای چي خپل د تقاعد تنخواه په هغه بله سیمه کي د پیسو له اتومات ماشین څخه ترلاسه کړي. د هغوی اقتصادي حالت بې له دې هم خراب دی. سور صلیب یو له هغو لږو نړیوالو مرستندیو سازمانونو څخه دی چی په بحراني سیمو کي فعال دی. هغوی غواړي هلته پاته سي.

پس له شپږو کلونو جګړو به په دغه هیواد کرونا ويروس سخت عواقب له ځانه سره ولري. تر اوسه پوري په دغه هیواد کي د نښتو په ترڅ کي ۱۳ زره ۲۰۰ کسان وژل سوي دي. د سولې کوم پلان نه ترسترګو کیږي.

په سوریه کي د مهاجرو ډک لاګرونه

په دغه جنګ ځپلي هیواد کي لا تر اوسه په کرونا باندي د اخته کسانو رسمي ارقام ډیر لږ دي او هغه هم د حکومت له خوا کنترولي سیمو کي، خو دا په وخت پوري اړه لري چي نوموړی ویروس به څه وخت ددغه هیواد شمالي او شمال لویدیځي برخي ته ورسیږي چی د یاغیانو په لاس کي دي.

هلته خو پرته له دې هم حالت کړکیچڼ دی. په سونو زره کسان په ډکو لاګرونو کي تر سختو ناوبړو شرایطو لاندي ژوند کوي، د سیف دی چلدرن سازمان په حواله دا اصلاً له امکانه لیري خبره ده چی دغو کسانو ته لاس رسی وسي.

اوس لا روغتیايي سیتم له سخت ګواښ سره مخامخ دی. د سوريې پوځ او د روسي متحدینو هوایی بریدونو اکثره روغتونونه ویجاړ کړي. نو که دغه ویروس هلته پراخ سي، پاته تاسیسات به هم تر فشار لاندي راسي. د روغتیا نړیوال سازمان د یاغیانو له خوا ترکنترول لاندي سیمه ادلیب کي د کرونا ټِست پیل کړی دی. هلته هم حفاظتي جامې انتقال سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: