1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په امریکا کي د ورځي تر ۳۰۰۰ کسانو د مړه کیدو اټکل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

په دې وروستیو کي په امریکا کي هره ورځ د تر ۳۰۰۰۰ پوري کسان په کرونا باندي اخته سوي دي. د چارواکو په حواله دغه تعداد کیدلای سي، تر جون میاشت پوري ۵ برابره سي. د مړو شمیر هم کیدلای سي د ورځي تر ۳۰۰۰ تنو پوري ورسیږي.

https://p.dw.com/p/3boMH
USA New York | Coronavirus | Todesopfer
انځور: Reuters/A. Kelly

په کرونا ویروس باندي په تقریبأ ۱،۲ ميلیونه اخته سوو کسانو او تر ۶۸۰۰۰ اضافه کسانو په مړه کیدو سره امریکا متحده ایالات په نړۍ کي تر ټولو ډیر له کرونا پاڼدمي سره لاس او ګریوان دی. اوس بیا امریکايي مسؤل مقامات د نیویارک ټایمز په حواله د دې خبرداری ورکوي، چي د کرونا څخه به د مړو شمیر تر دې په مراتبو هم لوړ سي. ورځپاڼي د امریکا د روغتیا وزارت او اضطرلاري کمیټې له خوا په ګډه تهیه سوی دغه متن نن چاپ کړی دی.

د ورځي د تر ۳۰۰۰ تنو د مړه کیدو اټکل

د دغه متن په یوه برخه کي راغلي دي چي د کرونا ویروس څخه به د جون میاشتي تر اولي پوري د ورځي تر ۳۰۰۰ تنو انسانان مړه سي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د امریکا روغتیايي چارواکو درې ورځي دمخه، یعني د شنبه په ورځ د تر ۱۵۰۰ کسانو د مړه کیدو اټکل کړی وو. د نوي څیړني له مخي کیدلای سي په کرونا د اخته کیدونکو کسانو شمیر د اوس ۳۰۰۰۰ تنو څخه د ورځي تر تقریبأ ۲۰۰۰۰۰ تنو پوري لوړ سي.

خو سپيني ماڼۍ دغه اټکلونه رد کړی دي. د امریکا د جمهورریس د مرستیال ویاند، یود دېره بیا برعکس په کرونا د اخته کیدو هغه ماډل وړاندي کړی دی، چي د سپیني ماڼي د کاري ګروپ له خوا تهیه سوی وو. هغه ویلي چي دا د روغتیا وزارت داخلي اسناد دي، چي د نورو مسؤلو ادارو او مقاماتو سره ورباندي خبري نه دي سوي.

USA | Washington | Trump äußert sich über das Coronavirus
امريکا د کرونا له کبله سخته پوړوي کيږيانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

ترمپ بیرته عادي حالت غواړي

دیره همدارانګه وویل، چي د اقتصاد د بیرته پرانستلو په اړه د امریکا د جهموررئیس ترمپ تګلاره پر علمي دلایلو متکي ده، کومه چي د حکومت د صحي کارپوهانو سره ورباندي خبري سوي دي. په خبره یې د ترمپ له پاره د امریکانو صحت تر هرڅه لومړیتوب لري. له بله طرفه ترمپ کوښښ کوي، چي د سږکال انتخاباتي کال په جریان کي د کرونا قیودات راکم او عادي حالت او ژوندانه ته بیرته وروګرزي.

حکومت په دې منظور یو درې مرحله اي پلان وړاندي کړی دی. خو ایالتونه بیا د هغه سره په جلا جلا ډول چلند کوي. ځيني ګورنران غواړي اقتصاد بیرته ژر وغوړیږي او حتی د ځینو قیوداتو په کمولو باندي یې هم پیل کړی دی.

امریکا سخته پوروړې کیږي

خو د کرونا پانډمي اود هغه په مقابل کي تدابیر سخت اقتصادي عواقب هم له ځانه سره لري. ددې له پاره چي دغه یوه څه نرم کړي، کانګرس او حکومت د خپلو اتباعو او شرکتونو د پر پښو درولو له پاره ۲،۷ زره ميلیارډه ډالره قرضې اخیستلو پریکړه کړې ده.