1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په اروپا کي د مړو تعداد تر ۱۰۰۰۰۰ تنو واوښت

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

اروپا هغه براعظم دی، چي تر ټولو ډیرد کرونا ویروس سره لاس او ګریوان دی. خواوس د دغه ویروس له کبله مړو سوو کسانو تعداد یوه نوي او غمجن ریکارډ ته رسیدلی دی. خو ولي په اروپا کي دومره ډیر کسان مړه سوي دي؟

https://p.dw.com/p/3b8Ej
Spanien Barcelona Coronavirus | Särge
انځور: picture-alliance/AP/E. Morenatti

په اروپا کي پدې منځ کي د کرونا نوي ویروس په سبب تر ۱۰۰۰۰۰ هم اضافه انسانان مړه سوي دي، کوم چي د ټولي نړۍ په تناسب دوه پر درې کسان تشکیلوي. دغه ارقام لا د اروپا په وخت پرون شنبه ماښام خپاره سوي دي او کیدای سي، نن یې تعداد نور هم لوړ سوی وي.

په اروپا کي د کرونا له وجهي مړه سوي ډیر کسان په ایټالیا کي دي، چي تعداد یې تر ۲۳۲۰۰ هم اوښتی دی. د ټوله دنیا په سطح بیا د کرونا څخه تر ټول ډیرکسان د امریکا په متحده ایالاتو کي مړه دي. د رسمي ارقامو پراساس د همدغه ویروس څخه په امریکا کي ۳۵۰۰۰ اضافه انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. په هسپانیا کي بیا تقریبأ ۲۰۰۰۰ کسان او انګلستان کي تر ۱۵۴۰۰ اضافه کسان مړه سوي دي.

په دې اړه نور ولولئ:«قیودات لا کافي نه دي»

په ټوله اروپا کي مجموعأ ۱،۱۴ ملیونه انسانان په کرونا ویروس اخته سوي دي، چي په ټوله دنیا کي بیا ۲،۳ ملیونه دي. خو کار پوهان اټکل کوي ، چي تردې به په مراتبو سره نور ډیر کسان په کرونا ویروس باندي اخته وي، کوم چي لا معلوم نه دي او ټیستونه یې نه دي سوي.

د هسپانیې حکومت په دې منځ کي اعلان کړی دی، چي د کرونا پانډمي به سبب وضع سوي قیودات به دوې نوري اوونۍ هم تمدید سي. لکه څنګه چي صدراعظم پیدرو سانچس پرون شنبه ماښام ملت ته وینا کي اعلان وکړ، دغه قیودات به اساسأ د مۍ میاشتي تر ۹ مه پوري دوام پیدا کړي. خو د اپریل په اخره کي به د کوچنیانو دپاره دغه قیودات یو څه راکم سي او وبه کولای سي، چي په محدود ډول ازادانه وخت سره تیر کړي.

سانچس وویل، چي موږ ډیر خراب وختونه تیر کړل، خو د کرونا د نوي ویروس سره مبارزه لا کافي نده او نباید د عاجلو تصامیمو پواسطه د خطر سره مخامخ سي.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: