1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په آلمان کي د بدن د معافیت یو نوی ټِست جوړ سوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د بدن د معافیت یو نوی ټِست به په جرمني کي په کرونا د اخته کیدو حقیقي حالت بیان کړي. دغه تيست په ۱۸ دقيقو کي معلوموي چي يو څوک کرونا لري که نه. هغه به ډير ژر بازار ته راووځي او د ټولو په اختيار کي به ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/3bmMl
Deutschland | Corona-Test | Symbolfoto
انځور: picture-alliance/dpa/C. Hardt

د جرمني د عامي روغتیا وزیر، یېنس شپان ويلي دي چي دغه تيست به دا معلومه کړي چي څومره جرمنيانو کرونا ويروس درلود او يا يې لري.

شپان ويلي دي چي په جرمني کي هغو کسانو چي کرونا يې لرله تقریباً ۸۰ سلنه کسانو يې علايم نه لرله.

د جرمني په بايرن ايالت کي د روش فارمسي شرکت له خوا جوړ سوی دغه نوی ټِست د یوه نوي سټندرډ پراساس رامنځته سوی دی. د شپان په خبره د جرمني حکومت د روش فارمسي شرکت سره د هغه د جوړولو قرارداد کړی دی چي په همدې می میاشت کي به لا ۳ ميلیونه ټِستونه د صحي سیسټم په اختیار کي ورکړل سي. او په راتلونکې کي به هره میاشت حتی تر ۵ ميلیونو پوري په اختيار کي ورکړل سي.

د روش په حواله د معافیت دغه ټِست په تقریبأ سل فیصده اطمینان سره د کرونا ویروس په مقابل کي معافیت معلوموي. دغه ټِست چي د ویني د لاري د بدن معافیت معلوموي، د خولې د افرازاتو تر ټِستولو ډیر دقیق او ژر دی.

چارواکو ويلي دي چي هر څوک چي غواړي پخپل مصرف دغه تيست وکړي هر وخت يې کولای سي. خو دا چي په کومو برخو کي به صحي بيمې دغه مصارف پرغاړه اخلي روانه اوونۍ به په د جرمني په پارلمان کښې پرې بحث وسي.  

د دغه ټِست له لاري به اوس دا په کراره کراره سره معلومه سي، چي تر رسمي ارقامو اضافه څومره کسان په جرمني کي واقعاً په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي. خو د شپان په خبره دې سوال ته چي د کرونا ویروس په مقابل کي یوواري معافیت حاصلول د دایمي معافیت په معنی دی، لا تر اوسه پوري دقیق جواب موجود نه دی.