1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: پاکستان له شنبې ورځې څخه محدوديتونه لغوه کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

لومړي وزير عمران خان ويلي دي چې له شنبې ورځې څخه به په پاکستان کې د کرونا ويروس له کبله لگيدلي قيودات وار په وار لغوه کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کوويد ۱۹ ناروغي لا هم په چټکۍ سره په خپريدو ده.

https://p.dw.com/p/3bu8x
Pakistan Imran Khan in Kaschmir
انځور: AFP/Getty Images

لومړي وزیر عمران خان د تماس د ملي کميټې تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې یې د مارچ پر ۱۳ نيټه محدوديتونه لگولي ول چې په ترڅ کې يې عامه دفترونه، ادارې او ښوونځي تړلي ول. خو اوس یې د دغه محدوديتونو د لغوه کولو پريکړه له دې وجې کړې ده چې د هېواد بې وزله قشر چې شمیر یې ډېر زیات دی او عادي کارگران د محدوديتونو زغم نه لري.

هغه وويل چې په پاکستان کې په ورځني مزد د کار کوونکو شمير ډېر زیات دی او دا چې نوموړي له لومړۍ ورځنې راهيسې دا ويره درلوده چې د پاکستان وضيعت له اروپا مختلف دی او دلته د هر څه تړل ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي.

عمران خان زياته کړې: «موږ پريکړه وکړه چې دا محدوديتونه لغوه کړو. موږ پوهیږو چې دا پريکړه په داسې وخت کې کوو چې د مرض کچه مخ په لوړيدو ده خو دې ویروس په پاکستان کې هغه ډول شيوع نه ده کړې څومره چې موږ ويره درلودله.»

Pakistan Lahore | Geldmarkt | Straße in Lahore
په پاکستان کې د مارچ له ديارلسمې نیټې راهيسې محدوديتونه لگول شوي ولانځور: DW/T. Shahzad

هغه وويل چې له نيکه مرغه په پاکستان کې د کرونا هغه څپه را نه غله. د پاکستان د ډان نیوز ورځپاڼې په حواله عمران خان وويل چې دا پريکړه له ټولو ایالتونو سره تر مشورې وروسته شوې ده. هغه پر خلکو غږ وکړ چې له احتياطه کار واخلي او د روغتيايي چارواکو سپارښتنې جدي وگڼي.

په پاکستان کې چې پنځه اوونۍ تر مخه پکې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه محدوديتونه وضع کړل شوي ول، دمگړۍ (د مي ۷ نيټه) پکې د کوويد ۱۹ د مريضانو شمير ۲۴ زره ۷۳ ښوول شوی دی. تر اوسه په دې ويروس ۵۶۴ کسان مړه شوي او همدا نن پنجشنبه په دې هېواد کې په يوه ورځ کې تر ټولو زياتې ۱۵۲۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: