1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ویروس: پاکستانۍ ښځې له رواني فشار سره مخامخې دي

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

له کرونا ويروس سره د مقابلې په موخه د حکومتونو له خوا لګول شویو محدوديتونو د ټولنې پر مختلفو برخو منفي اغيز پریښې دي. په ډيرو هيوادونو کې خلک له کورونو بهر نه وځي. پاکستانۍ ښځې وايي له دغه وضعيته کړیږي.

https://p.dw.com/p/3aBUg
Pakistan HIV-Test
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو شمير ميرمنې وايي چې د کرونا ويروس له امله رامنځ ته شوی وضعيت، دوی تر سختو رواني فشارونو لاندې راوستي دي. د دغه ښار یوه اوسیدونکې وايي: «زه داسې احساس کوم چې د کرونا ويروس په هوا کې دی. اوس چې تنفس هم کوم نو ويريږم. که دا د قیامت د نژدې کيدو علامې نه دي نو څه دي؟»

یوه بله میرمن بیا وايي: «زه خو مې خپل ماشومان انګړ ته هم نه پريږدم چې ووځي. که له ماشومانو څخه مې يو يې کرونا ونيسي، زه هم نوره ژوندۍ نه شم پاتې کیدای او مړه به شم.»  

په پاکستان کې اوس نژدې ټولې کورنۍ او ميرمنۍ  له شديدو رواني فشارونو سره مخامخ دي. له هغه وخت راهیسې چې په پاکستان کې حکومت د کرونا ويروس د خپريدو د مخنیوي په موخه د خلکو پر تګ راتګ محدويت وضع کړی، دغه ډول خبرې د دغه هیواد د اکثرو ميرمنو له خوا اوريدل کیږي.

دا د دې ښکارندوي کوي چې د کرونا ويروس له امله راوتلی وضعيت تر ډيره ښځې تر رواني فشار لاندې راوستي دي. په کورونو کې د پاتې کيدو له امله که نارينه خپل کاروبار او ګټه له لاسه ورکوې، له هغې اړخه هم تر ډيرې د کور ميرمنۍ انديښنه کوي. د کراچۍ ښار يوه اوسيدونکې زهرا جمال وايي چې هره ورځ په کور کې د نارينه و او ماشومانو پاتې کيدو، هغه سخته پریشانه کړې ده: «کله چې د کور له کارونو خلاصه شم بيا مې ماشومان په زوره درسوونو ته کښينوم. ماشومان هم نور په کورونو کې د ډير پاتې کيدو څخه زړه تنګي شوي دي. دوی به په کور دننه څومره لوبې وکړي او تر کله به درس وايي.»

میرمن جمال وايي چې د خاوند په ګډون يې د کورنۍ ټول نارينه هم په کور ناست دي: «دوی يا د پخليو فرمايشونه کوي، يا تلويزیون ګوري او یا هم په خپلو کې بحثونه کوي. ماته دومره وخت نه پیدا کیږي چې يوه شيبه آرام وکړم. تر کله به دا وضعیت ادامه ولري؟»

د نړۍ نژدې ټول کارپوهان پر دې خبره توافق لري چې هر ډول طبعيي آفت يا وبا د انسانانو پر روان باندې منفي اغيز کوي. په ځانګړې توګه د قرنطین يا له يو بل څخه د ځان لرې ساتل، و په څير حالاتو کې کوم چې اوس مهال د نړۍ نژدې د ټولو هيوادونو اوسيدونکي ورسره مخ دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان هم په دې اړه يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دغې نړيوالې وبا پر وخت د انسانان پر اعصابو منفي اغیزې پاتې کیږي.

په کراچۍ ښار کې د رواني ناروغيو ډاکټره فرح ناز وايي چې په ځانګړې توګه د کرونا ويروس په څير ېوې عامې وبا پر وخت انسانان شدید روانې زيانونه ويني: «په خپله د شخص يا د نور کسانو د ناروغتيا ويره، د خوب او خوړو په نظام کې بدلون، يوازېتوب او د خوب خرابيدل، د دايمي ناروغيو د شدت ډيریدل؛ دا او دې ته ورته نورې ستونزې هغه موارد دې چې په دغه ډول حالاتو کې ورسره اکثریت خلک مخامخ وي.»