1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ افغانستان له آلمانه د میلیونو ډالرو تجهیزات واخیستل

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د روغتیا وزارت د شمیرو په اساس، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۷ مثبتې پیښې ثبت شوي او په دې توګه د مجموعي پیښو شمیر ۹۳۳ ته لوړ شو. دغه وزارت همدا راز له جرمني څخه د روغتیايي تجهیزاتو د اخیستلو خبر هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/3b6Ym
Medica 2014 Messe Düsseldorf
انځور: DW/A.Almakhlafi

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۸مه نیټه) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز په پلازمینه کابل کې یو ځل بیا په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو په برخه کې خبرداری ورکړ. د عامې روغتیا د وزارت د تازه شمیرو په اساس په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۲۷ مثبتې ثبت شوي چې په دې توګه په ټول هیواد کې په دغه ویروس د ککړو کسانو شمیر هم ۹۳۳ تنو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزرات د معلوماتو په اساس، تر اوسه پورې کرونا ویروس ۳۰ تنه قرباني اخیستي دي او د ناروغانو ۱۲ سلنه کسان بیرته روغ شوي دي. د عامې روغتیا د وزیر په خبره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو له ډلې څخه ۷۰ سلنه یې نارینه او زیاتره یې ځوانان دي.

په داسې حال کې چې کرونا ویروس د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان د خپریدو په حال کې دی، د افغانستان حکومت نن د شنبې په ورځ د دارالامان تاریخي ماڼۍ هم د کرونا ویروس د ناروغانو د تجرید او ساتنې له پاره ځانګړی کړه. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي چې په دې ځای کې به هغه کسان چې د کرونا ویروس مثبتې خو خفیفې نخښې ولري، ساتل کیږي.

افغانستان ته د نړیوالو مرستو نه رسیدل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې نړیوال بانک د ۱۰۴ میلیونو او اروپايي ټولنې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده خو زیاتوي چې دغه مقدار پیسې به د نړیوالو خیریه سازمانونو او ملګرو ملتونو له لارې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مصرف کړل شي.

فیرزو الدین فیروز همدا راز زیاته کړه چې تر اوسه پورې دغه مقدار پیسې یادو سازمانونو ته نه دي رسیدلي. هغه زیاته کړه: «ژمنه دا ده چې د نړیوال بانک له مرستو به ۱۵ لابراتوارونه جوړیږي، خو تر اوسه پورې پیسې نه دي را رسیدلي. که چیرته انتظار وباسو ښايي بیا به د کرونا تر کړکیچ وروسته لابراتوارونه جوړ کړو.»

د عامې روغتیا وزیر همدا راز ټینګار وکړ چې حکومت له نورو هیوادونو څخه هم د دارو درملو او طبي تجهیزاتو په برخه کې لاس په کار شوی دی او هڅې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د یوه تړون په اساس له آلمان څخه د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د مصنوعتي تنفس د آلو [وینټیلیټر] په شمول طبي وسایل رانیولي دي او دا چې دغه وسایل به ډیر ژر افغانستان ته انتقال شي.

په افغانستان کې نا امني، د طبي وسایلو نه شتون او د خلکو له لوري د طبي لارښونو نه عملي کول، د دې سبب شوي دي چې په دې هیواد کې له کرونا ویروس سره مبارزه لا پیچلي شي.