1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ويروس: ايټاليا ځينې ښارونه وتړل

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

په اروپا کې ايټاليا هغه هېواد دی چې پر نوي ډول کرونا ويروس تر ټولو زيات اخته کسان پکې ژوند کوي. اوس حکومت کوټلي تدابير پورته کړي څو د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/3YEB3
Italien Coronavirus in Casalpusterlengo
انځور: picture-alliance/FOTOGRAMMA/M. Maule

صدراعظم جوزېپه کونتې د ملکي حفاظت له ادارې سره تر عاجلو خبرو وروسته ويلي دي چې «هدف دا دی چې د ايټاليا د وګړو روغتيا خوندي او وساتل شي.» هغه سيمې چې د COVID-19 ويروسي ناروغۍ له خوا تر ټولو زياتې اغېزمنې شوې دي، به د هغه په خبره وتړل شي. د کونتې په خبره به له دغو سيمو څخه نه چا ته د تګ او نه هم د ورتګ اجازه ورکول کيږي. ټول خلک پکې يوازې «د ځانګړو استثنايي مقرارتو» له مخې تګ راتګ کولی شي. 
صدراعظم ټينګار وکړ چې هغه څوک چې له موانعو څخه تېريږي به تر «قضايي تعقيب» لاندې راشي. د هغه په خبره هغه بيا هم د خلکو پر تفاهم باندې حساب کوي. کونتې د شرکتونو او ښوونځيو د تړلو او د عامو غونډو د لغوه کولو اعلان وکړ. نوموړي ژمنه وکړه چې د اروپايي هېوادونو تر منځ د شېنګن په ساحه کې د تګ راتګ محدودول لا په نظر کې نه دي نيول شوي.

د ابتلا زنځير لا معلوم نه دی

تر اوسه پورې ايټاليا د ۷۹ پېښو په درلودلو سره هغه اروپايي هېواد دی چې تر ټولو زيات خلک پکې د کرونا په نوي ډول ويروس باندې اخته شوي دي. د ايټاليې له شمال څخه د دوو تنو د مړينې خبر هم ورکړل شوی دی. په آلمان کې تر اوسه پورې يوازې ۱۶ د ابتلا موارد ثبت شوي او په فرانسه کې دولس تنه مبتلا شوي چې يو تن يې ورڅخه مړ شوی هم دی. 
د ايټاليا په لومباردي شمالي سيمه کې دغه ناروغي د يوه ۳۸ کلن سړي له خوا خپره شوه چې د چارشنبې ورځې راهيسې سخت مريض دی او د کودونو په ښار کې يې درملنه کيږي. دا چې هغه څنګه مبتلا شوی، لا معلومه نه ده. هغه شک چې له چين څخه د يوه ستانه شوي ملګري څخه به ورته مرض ورغلی وي، تائيد شوی نه دی. په وينيسيا کې د ويروس خپرېدل بيا له هغه چينايي سوداګرو سره ښايي اړه ولري چې په دغه سيمه کې کار کوي. د پيمونت يو مورد د لامباردي له مبتلا کسانو سره په تماسونو پورې اړه لري. 

Italien Regierungskrise | Premierminister Guiseppe Conte in Rom
صدراعظم جيوزېپه کونتېانځور: Reuters/A. Lingria

د روغتيا نړيوال سازمان له چين سره د مستقيمو اړيکو د درلودلو پرته د دغې نوې ناروغۍ د مواردو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. داسې اټکلونه هم شته چې د دغې ناروغۍ د کُمون يعنې د علايمو د راڅرګندېدو دوره ښايي د دوو اونيو څخه لا اوږده وي. که داسې وي، نو د اپيديمي د محدودولو هڅې له نويو ننګونو سره مخامخ کيږي.     
دويچه ويله/ن ص/ا و ا