1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ويروس آلمان ته هم رسېدلی دی

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

کرونا ويروس بلاخره آلمان ته هم راورسيد. په يابرن ايالت کي يو سړی په دغه ويروس اخته سوی دی. آيا دغه ويروس اوس د پراخيدو په حال کي دی؟

https://p.dw.com/p/3WuCo
Coronavirus-Verdacht an Schule in Iserlohn - Fehlalarm
انځور: picture-alliance/dpa/K. U. Hagemann

په آلمان کي د کرونا په نوم وسروس باندي د اخته کيدو يوه پيښه تائيد سوې ده. د دغه هيواد د بايرن ايالت په شتارينبيرگ کي يو سړی په دغه ويروس اخته سوی دی.

چارواکو غوښتل د نوموړي پيښې د جزياتو په هکله نن ترغرمې مخکي معلومات ورکړي. دغه ډول ويروس کيدای سي د سږو داسي يوه ناورغي رامنځته کړي چي انسانان ترې مري. دغه ويروس چي په چين کي زېږېدلی او پراخ سوی دی. هلته يې تر اوسه سل کسان وژلي او په سونو نور کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي. د دغه کسان ډيری زاړه کسان ول چي مخکي يي هم روغتيايي ستونزي درلودې.

د آلمان د بايرن پيښه اوس دا ثابتوي چي دغه ويروس له چين څخه دباندي د نژدو خپلوانو څخه انتقال سوی نه دی. تر اوسه پوري تقريباً ټولي پيښې چي ۵۰ يي په فرانسه، امريکا متحده ايالاتو تايلند او نورو آسيايي هيوادو کي کشف سوي دي، له چين څخه راانتقال سوي وې. ناروغ کسان چين ته د سفر پر وخت په دغه ويروس اخته سوي ول.

يوازي د انتقال ډيري لږ پيښې د خپلوانو په منځ کي پيژندل سوي دي، خو نه د کلينيک په پرسونل، دفتر په همکارانو او يا هم تصادفي کسانو سره د مخامخ کيدو پر وخت.

د روغتيايي چارواکو په حواله په بايرن کي ناروغ کس په ښه حالت کي دی، روغتيايي پالنه يي روانه ده او قرنطين سوی دی.

د بايرن ايالت د روغتيايي چارواکو په حواله، په دغه ويروس باندي د نوموړي ايالت د نورو اوسيدونکو د اخته کيدو چانس ډير لږ دی او هغو کسانو ته چي له ناروغ سره په اړيکه کي دي، د دغه مرض د انتقال او  نظافتي تدابيرو د مراعاتولو په هکله پوهاوی ورکړل سوی دی.

د سږو د دغي ناروغۍ له امله هغه هيوادونه چې اتباع يې په چين کي دي، هڅه کوي چي له خطرناکو سيمو څخه يې راوغواړي، د مثال په ډول، بريتانيا، جاپان، فرانسه او امريکا متحده ايالات.

همدارنگه د آلمان حکومت هم هڅه کوي له چين څخه د خپلو اتباعو د راوستلو له پاره د سفر زمينه برابره کړي.

په آلمان کي تر اوسه يوازي د دغه ويروس شکمني پيښي ليدل سوي دي. ځينو ايالتونو د مثال په ډول هوايي ډگرونو کي لا زيات امنيتي تدابير تر لاس لاندي نيولي دي.

(G.P/N.Z(dpa,afp