1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: هندوستان د مړو له لحاظه تر چين مخکې شو

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

هندوستان د کرونا وبا تر ټولو ډيرو اغيزمنو هيوادونو په ډله کې نهم ځای خپل کړی دی. دغه هيواد د کرونا ناروغۍ له امله د مړو له لحاظه له چين څخه مخکې شوی او په کرونا د اخته کسانو شمیر يې له چين څخه نژدې دوه برابره لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3d0oH
Bangladesch Personen tragen eine Leiche zur Beerdigung in Dhaka
انځور: bdnews24

تيره يوه اوونۍ د هندوستان له پاره ښه اوونۍ نه وه، په دغې اوونۍ کې هره ورځ د کرونا له شپږ زرو ډيرې نوې پيښې ثبت شوي دي.

په پام کې وو چې د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د يکشنبې په ورځ د محدوديتونو د ېوې وړې مرحلې د پاي اعلان وکړي، خو اوس چې حالات د تمې خلاف خراب شوي، ممکن نن شنبه (د می ۳۰ مه) په دې اړه يو لړ نوي اقدامات اعلان کړي.

سر بيره پر دې چې په هندوستان کې د مارچ میاشتې له ۲۵ راپه دې خوا په پر له پسې توګه سخت ټولنيز محدوديتونه لګول شوي، خو لا هم په کې د کرونا وژونکې ناروغۍ د کمښت کومې ښې نښې نښانې نه دي ليدل شوي.

 د جانز هاپکنز پوهنتون د خپرو شوو ارقامو له مخې ترکيه هم د نړۍ په هغو هيوادونو کې راځي چې د کرونا ناروغۍ ډير مبتلايان لري، خو اوس هندوستان له ترکيې څخه همه مخکې شوی دی. په ترکيه کې ټول ټال ۱۶۱ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ په هندوستان کې د کرونا د مبتلايان شمير نژدې ۱۶۸ زرو ته رسيدلی وو.

له بل لورې هندوستان د کرونا ناروغۍ د مړو له لحاظه تر چين څخه مخکې شوی. چين کې د دغې ناروغۍ له امله ۴۶۳۶ کسان مړه شوي، خو د جمعې ورځې د ارقامو له مخې په هندوستان کې د مړو شمير ۴۷۴۹ ته لوړ شوی دی.

همدا ډول په هندوستان کې اوس د کرونا ناروغۍ د مبتلايانو شمير د چين په پرتله نژدې دوه برابره لوړ شوی دی. په چين کې د مبتلايانو مجموعي شمير ۸۴ زره او ۱۶ تنه دی.

د هندوستان د عامې روغتيا وزرات د جمعې ورځې معلوماتو پر اساس، په دغه هيواد کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په دننه کې د کرونا ۷۴۶۶ نوې مثبت پيښې ثبت شوي دي. دا تر د کرونا وبا له خپريدو راهیسې ټولو لوړ شمیر دي چې د يوې ورځې په جريان کې ثبتيږي.

په هندوستان کې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې د کرونا نوې پيښې د لوړيدو په حال کې دي، په دغې موده کې هره ورځ له ۶ زرو څخه ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په پلازمينه ډيلي کې د لومړي ځل له پاره په يوه ورځ کې زر پيښې ثبت شوي دي. د رسمي شميرو پر اساس، د پنجشنبې په ورځ (د می ۲۸مه)، په ډيلي کې د کرونا ۱۰۲۴ نوې پيښې ثبت شوې دي. په دغه ښار کې اوس د مبتلايانو مجموعي شمير د ۱۸ زره په شاوخوا کې دی چې له دې ډلې نژدې ۴۰۰ يې مړه شوي دي.

هندي چارواکي په دې باور دي چې د کرونا پيښو د لوړيدو يو علت، په محدويتونو کې نرمښت راوستل دی، په ځانګړې توګه په وروستيو کې په اورګاډو او الوتکو کې د سفرونو اجازه ورکول.

په ورته وخت کې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي پرون د کورنيو چارو وزير او يو شمیر نورو لوړپوړو هندي چاروکوا سره د روان وضعيت په اړه خبرې کړي چې تمه ده نن شنبه به د يو لړ نوو اقداماتو اعلان وکړي.

دويچه ويله اردو/ م.ک.ص/ ا. ا.

د کرونا پر موضوع زمونږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: