1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د کوچنیانو کارونو ته لا زمینه برابروي

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ پراساس د کرونا بحران کیدلای سي په ملیونونو کوچنیان کارونو ته مجبوره او پدې لار کي ترلاسه سوي پخواني بریالیتوبونه د ناکامۍ سره مخاخ کړي. نن د کوچنیانو د کارضد نړیواله ورځ ده.

https://p.dw.com/p/3dfck
Afghanistan Kinderarbeit Ziegelfabrik
انځور: DW/O. Didar

دغه رپوټ چي نن (د ۲۰۲۰ کال د جون ۱۲مه) د کوچنیانو د کار پرضد نړیوالي ورځي په مناسبت د یونیسف او د کار د بین المللي سازمان (IOL )لخوا نشر سوی دی، پکښي راغلي، چي د شلمي پیړۍ راهیسي به د اول وار دپاره بیرته د کارګرو کوچنیانو تعداد لوړ سي.

د« کرونا او کارګر کوچنیان: د بحران وخت، د عمل وخت» تر شعار لاندي دغه رپوټ پر اساس کیدلای سوای د هغو کوچنیانو تعداد، چي کارونه باید وکړي، ۹۴ میلونو ته راکښته سوی وای. خو د ۵ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پوري ۱۵۲ ملیونه هلکان او نجوني اوس هم مجبوره دي، تر سختو او خرابو شرایطو لاندي کارونه وکړي. دا هغه څه دي، چي د دوی تعلیم او تربیې،انکشاف او صحت ته سخت تاوانونه رسوي.

په اوس وخت کي په ۱۳۰ هیوادونو کي تر یوه ملیارډ ډیر کوچنیان مکتبونو ته لاس رسی نلري. سربیره پردې ډیر والدین د دې توانايي نلري، چي خپل کوچنیان بیرته مکتبونو ته شامل کړي. پدې سره نو ددې خطر رامنځته کیږي، چي لا ډیر کوچنیان خطرناکو او استثماري کارونو ته مجبوره سي. خصوصأ نجوني په زراعتي مځکو او یا خدماتي څانګو کي د ډیر استثمار سره مخامخي دي. یونیسف خبرداری ورکوي، چي پدې ډول سره د نارینه وو او ښځو مساوات نور هم د خطر سره مخامخ کیږي او د نارینه وو د عین کار په اندازه ښځو ته لږ معاشونه ورکول کیږي.

په رپوټ کي راغلي دي، چي ۷۳ ملیونه کوچنیان د «کوچنیانو د کار په ترټولو سخت ډول سره استثماریږي.»د غلامانو په ډول یا غلامۍ ته ورته وابستګي، جبري کارونو، عسکري ته سوقولو، بدلمنۍ او یا جنايي کارونو، لکه مخدره موادو خرڅولو او نوروته مجبوره کول.

Pakistan | Kinderarbeit
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د کار د بین المللي سازمان (IOL ) عمومي منشي، ګوی رایدر ویلي دي، چي که د والدینو سره کومکونه ونسي، نو د کرونا وبا ، چي د ډيرو کورنیو عواید یې کم کړي یا له منځه وړي، کیدلای سي، هغوی خپل نابالغه اولادونه هم کارونو ته مجبوره کړي. د یونیسف ادري رییسه، هېنریتا فور هم وايي،«چي که فقر او غربت ډیر سي، مکتبونه وتړل سي او اجتماعي خدمات راکم سي، نو ډیر کوچنیان به کارونه ته مجبوره سي.» په خبره یې « موږ باید د کرونا د بحران څخه درس واخلو او داسي یوه نړئ جوړه کړو، په کومه کي چي ددې غم خوړل سوی وي، چي کوچنیان او فامیلونه یې په آینده کي د عین دغه ډول بحرانو په مقابل کي تیارئ ولري.»

د دغو دواړو بین المللي سازمانو رییسان وايي، چي ضرور ده، یوه ښه اجتماعي ډاډمنتیا رامنځته، غریبو کورنیو ته په اسانه سره پورونه ورکول سي، بالغو کسانو ته د کار عادلانه شرایط برابر او هم مکتبونو ته د کوچنیانو د بیرته ورشاملیدو زمینه برابره سي. سربیره پردې د مکتبونو فیسونه باید له منځه ولاړ سي، د کار د شرایطو دکنټرول پخاطر ډیري پیسې په اختیار کي ورکول او د کارګرانو د حقوقو د تقویې پخاطر قوانین وضع سي.