1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا بحران: د مخ په خرابیدونکي وضعیت څخه خبرداری

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر، د کرونا بحران پر ورړاندې مبارزه کې د ناغيړيو څخه خبرداری ورکړ. د هغه په خبره د نړۍ ډیره برخه نفوس اوس هم د کرونا نوي ويروس يا کوويد-۱۹ ناروغۍ د ابتلا له خطر سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/3dUOI
Schweiz Genf WHO Treffen | Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: picture-alliance/Xinhua/WHO

د روغتيا نړيوال سازمان د ارزونو له مخې، د کرونا وبا وضعيت د نړۍ په سطحه مخ په خرابيدو دی او د احتیاطي تدابيرو کمول، د دغې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې تر ټولو ستر خطر دی.

د ياد سازمان مشر، تدروس ادهانوم پرون دوشنبه (د جون ۸ نيټه) په ژنيو کې يوې خبرې غونډه کې ګډون کړی وو. هغه په دې غونډه کې وويل، په داسې حال کې چې په اروپا کې وضعیت مخ په ښه کيدو دی، خو په پرتله یې بيا د ټولې نړۍ وضعيت مخ په خرابيدو دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د مشر په خبره، په تيرو ۹ ورځو کې په نړۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډير کسان په کرونا ويروس باندې اخته شوي دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه چارواکي ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ (د جون ۷مه) په کرونا ويروس د ۱۳۶ زره کسانو مبتلا کیدل، د کرونا ناروغۍ له پيل څخه تر اوسه، په يوه ورځ کې د ابتلا تر ټولو لوړ رقم دی چې ثبتيږي.

ادهانوم خبرداری ورکړ په هغو هيوادونو کې چې وضعیت مخ په ښه کیدو دی او هلته احتياطي تدابير مخ په کميدو دي، په وينا يې چې دا تر ټولو لوی خطر دی. د هغه په خبره، د نړۍ خلک لا هم په کرونا ویروس د ابتلا د خطر په معرض کې قرار لري.

ادهانوم د ژنيو په خبري غونډه کې همدارنګه په امريکا کې د يو تورپوستي، جورج فلويد تر پېښې وروسته د تبعيض ضد نړيوالو اعتراضونو ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې د روغتيا نړیوال سازمان د اعتراض کونکو د برابرۍ او توکمپالنې ضد غوښتنو څخه ملاتړ کوي.

خو هغه په عين وخت کې د ټولې نړۍ په سطحه له اعتراض کونکو څخه وغوښتل چې د اعتراضونو پر مهال احتياطي تدابير لکه د افرادو تر منځ ټولنيز واټن او له ماسک څخه استفاده رعايت کړي.

د تازه ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثتبو پيښو شمير له ۷ ميلیونو څخه اوښتی او تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله څه باندې ۴۰۰ زره کسان مړه شوي دي.

د وروستيو اوونيو په جريان کې په ځانګړې توګه په سويلي امريکا کې د تازه مبتلایانو شمير په شديده توګه لوړ شوی دی.

دويچه ویله فارسي/م.ک.ص/ب.ص