1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د بایرن ایالت اضطراري حالت اعلان کړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د کرونا د بحران په سبب د جرمني د بایرن ایالت اضطراري حالت اعلان کړ. داسي معلومیږي، چي دغه بحران هلته د کنټروله وتلی وي. ځکه نو بایرن اوس سخت اقدامات وضع کړي، د نورو ترڅنگ سر له بل سبا څخه غیرخوراکي مغازې تړل کیږي.

https://p.dw.com/p/3ZWIi
Deutshland Coronavirus Schulschließungen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

ددې لپاره چي د کرونا د ویروس د پراخیدو مخنیوی سوی وي، د بایرن په ایالت کي به ورځنی ژوند د سختو محدودیتونو سره مخامخ سي. په همدې خاطر د نن دوشنبه (د مارچ میاشتي ۱۶مه) څخه هلته اضطراري حالت اعلان سوی دی.

د بایرن ایالتي صدراعظم، مارکوس زویدر په مونشن کي وویل: «خبره د وخت پر سپمیدو باندي ده، یوازي د وخت. او ددې لپاره چي ژر تصامیم ونیول سي، مجبوره یو د جروبحثونو وخت راکم کړو.»

مارکوس زویدر د اضطراري حالت د اعلانیدو دلیل دا حقیت وباله، چي د بایرن په ایالت کي د کرونا ویروس (کووید ۱۹) ډیر زیات د پراخیدو په حال کی دی. او ددې لپاره، چي د هغه سرعت بیرته راکم کړو، باید اجتماعي ارتباطات تر ډیره حده پوري راکم او په عامه ژوندانه کي محدودیتونه وضع کړو.

Rekordspieler der Bundesliga Bildergalerie  Eike Immel
انځور: Imago Images

مارکوس زویدر اضافه کړه، چي د کرونا د بحران عواقب د ۲۰۰۸ م کال تر اقتصادي بحران هم خطرناکه دي . ځکه یې نو د اقتصادي رکود د نه رامنځته کیدو په سبب د ۱۰ ملیارډو یورو یوه کومکي بسته په تصویب رسولې ده. دا به نو اوس د ټولو هغو شرکتونو، اشخاصو او افرادو سره کومک وکړي، چي د کرونا د بحران په سبب متضرر سوي دي. 

د اضطراري حالت په اعلانیدو سره د نن دوشنبه څخه په دغه ایالت کي ټوله مکتبونه او وړکتونونه تړلي پاتیږي. پر دې سربیره به سر د سبا سه شنبه ورځي (د مارچ میاشتي ۱۷مه) څخه ټوله میخانې، رستورانونه، سینماوي، د لامبو حوضونه، سپورټي مرکزونه او د کوچنیانو د ساعت تیري ځایونه تړلي پاته سي.

د بل سبا چارشنبې څخه به هغه دوکانونه او مغازې هم تړلي پاته سي، چي خوراکي مواد نه عرضه کوي. د کارځایونو او ادارو کانتینونه به هم یوازي د سهار د  ۶  څخه د ماپښین تر ۳ بجو پوري خلاص پاته سي او د میزونو ترمنځ باید ډیره فاصله پریږدي. طبعأ خلک کولای سي، د غذايي موادو فرمایش ورکړي او کورونو ته یې ورغواوړي.