1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

کرونا: د جرمني اسلامي شورا له حکومت څخه مالي مرسته غواړي

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

د جرمني اسلامي شورا د مرکزي او ایالتي حکومتونو څخه د کرونا بحران پر وخت د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده. څنګه چي د قیوداتو په سبب پراجتماعاتو بندیز لګیدلی، خلک مسجدونو ته نه ځي او اعانې هم نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3aEto
Deutschland Symbolbild zum Thema Militärimamen in der Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

دغي شورا ويلي دي چي د اعانو او حق العضویتو د نه ورکولو په سبب یې مالي امکانات سخت خراب سوي دي. د جرمني مسجدونه اکثراً له همدې لاري تمویلیږي.

د اسلامي شورا په حواله په مسجدونو کي د راټولو سوو اعانو او حق العضویتونو پیسې د مسجدونو د مصارفو، لکه کرایو، مالیاتو یا پاک کارۍ په لار کي مصرفیږي. سربیره پردې باید ملایانو او یا ځینو نورو کارکونکو ته معاشونه هم ورکول سي. او خصوصاً د اپریل میاشتي په پای کي د روژې پروخت به ډیر مسجدونه او اسلامي ټولني نور هیڅ مالي امکانات و نه لري او له سقوط سره به مخامخ سي. د هغوی سره دولتي کومکونه تر اوسه پوري موجود نه وه.


د اسلامي شورا رئیس، برهان کسیجي وویل: »د کرونا بحران پر وخت په ټوله جرمني کي په زرونو مسلمان ځوانان په خپلو محلاتو کي د زړو او خطر سره مخاخ خلګو سره کومکونه کوي، هغوی ته سوداوي راوړي او یا یې نور کارونه اجرأ کوي.« خو په خبره یې »دا ډیره تبا کونکې ده، چي»هغوی او مساجد یې خاصتاً د کرونا پر وخت یوازي پریښول سي«

د جرمني په اسلامي شورا کي مسجدونه، دیني ټولني، تعلیمي مرکزونه او نور هغه مؤسسات شامل دي، چي د مسلمانانو د ژوندانه مختلف اړخونه په برکي نیسي.