1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اروپايي هیوادونو د مهاجرو ويش باندې د کرونا اغیز

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

د يونان په کمپونو کې د میشتو کم سنه مهاجرو څخه د ملاتړ موضوع نوې نه ده. په پام کې وو دغه مهاجر د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو باندې وويشل شي، خو کرونا د دغه پروګرام عملی کول سست کړي‌ دي.

https://p.dw.com/p/3aAhF
Migranten an der griechisch-türkischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/M. Assanimoghaddam

د آلمان حکومت په صراحت سره وويل چې د يونان له کمپونو څخه د کم سنه مهاجرو د منلو طرحې ته نبايد د کرونا ويروس د بحران په دليل لږه پاملرنه وشي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر، د دغه توافق د چټک عملي کولو له پاره په اروپايي اتحاديه کې پر خپلو سیالانو باندې ټينګار کوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند، شتيف آلتر، ويلي دي چې آلمان د کرونا ويروس د بحران سربېره هم علاقه لري چې له یونان څخه د کم سنه مهاجرو انتقال عملي کړي.

آلتر خبريالانو ته ويلي دي، داسې معلومیږی چې د دغه پروګرام د عملي کيدو له پاره د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو په منځ کې يو تحرک رامنځ ته شوی وي.

د اروپايي اتحاديې د داخلي چارو کميشنرې، ايلوا يوهانسن، آلمانۍ ورځپاڼې فرانکفورتر الګماينه ته وويل: «زه له همدا اوسه دې ته لیواله يم چې دغه ماشومان دې راتلونکې اوونۍ خپلو کوربه هيوادونو ته انتقال کړل شي.»

په اوس وخت کې داسې ويل کيږی چې د دغو مهاجرو د انتقال په برخه کې آلمان او لوکزامبورک د نورو غړو هيوادونو په پرتله ډير ګامونه اوچت کړي دي.

په پام کې ده چې په مجموع کې ۱۶۰۰ تنه کم سنه او تنکي ځوانان او همدارنګه ناروغ مهاجر د يونان له کمپونو څخه انتقال او د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو باندې ووېشل شي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، په پام کې ده آلمان له دې ډلې څخه د ۲۵۰ تر ۴۰۰ پورې مهاجرو ته هرکلی وکړي.

داسې ويل کیږي چې د کرونا ويروس بحران، د دغو مهاجرو د انتقال پر پروګرام باندې اغيز کړی دی. په عين وخت کې په يونان کې د مهاجرو په کمپونو کې هم د کرونا ويروس د خپريدو انديښنې شته.

د اروپا د پارلمان د رئيس، ديويډ ساسولي په وينا، د يونان په لیسبوس ټاپو کې پروت د موريا کمپ په اصل کې د ۳۵۰۰ کسانو له پاره دی، خو اوس په کې ۲۰ زره مهاجر ميشت دي.

د رپوټونو په حواله په دغه کمپ کې مهاجر په ډير بد وضعيت کې ژوند کوي.

ساسولي وويل: «موږ بايد په ډیرې چټکۍ سره د هغو افرادو د انتقال په برخه کې اقدام وکړو چې په کرونا ويروس د مبتلا کیدو له خطر سره مخ دي؛ لکه: ټپيان، له ۶۰ کلونو زاړه کسان، ناروغان، ميندې او ماشومان.»

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاديې د کميسيون غړو هم د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) په يوه ويډيويي کنفرانس کې د دغو مهاجرو د انتقال له پاره خپل چمتوالی ښودلی وو.