1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

برازيل: د کرونا ناروغۍ د مړو شمیر له سل زرو واوښت

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

په برازيل کې د کرونا وبا له امله د مړو شوو کسانو شمیر له سل زرو څخه واوښت. له دې ډلې څخه پنځوس زره کسان، يوازې د پنځوسو ورځو په جريان کې مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ggqo
Coronavirus | Brasilien Trauer um Covid-19-Opfer
انځور: Andre Coelho/Getty Images

برازيل، تر امريکا متحده ايالاتو وروسته د نړۍ په سطحه دوهم هیواد دی چې د کرونا وژونکي ويروس څخه ډير متاثره شوی دی.

تازه خپرې شوې رسمي شمیرې ښيي چې د لاتينې امريکا په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شمیر ۱۰۰۴۷۷ تنو ته رسيدلی دی.

د برازيل د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه هيواد کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ۳ ميليونه او ۲۰۰ زره مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په برازيل کې د کرونا له امله د مړينې لومړنۍ ۵۰ زره پيښې د درو مياشتو په موده کې رامنځ ته شوې، خو تر هغې وروسته د مړينې ۵۰ زره نورې پيښې، يوازې د پنځوسو ورځو په جريان کې ثبت شوي دي.

اوس مهال د امريکا متحده ايالات، برازيل او هندوستان په ترتيب سره د نړۍ درې هیوادونه دي چې د کرونا ويروس تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې په کې ثبت شوي دي.

د امريکا د جانز هاپکنز پوهنتون د يکشنبې ورځې (اګست ۹مه) خپرو شوو ارقامو له مخې په متحده ايالاتو کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ نژدې ۵ ميليونه مثبتې پيښې ثبت شوي او د مړو شمير يې، ۱۶۲۴۲۵ ته رسيدلی دی.

دریم هيواد هندوستان کې تر اوسه نژدې ۲ ميليون او ۱۶۰ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې څخه ۴۳۳۷۹ تنه يې مړه شوي دي.

دويچه ويله ا/ م.ک.ص./م.ن.ص.