کرونا بحران؛ په آلمان کې څه ډول سفري محدودیتونه وضع شوي؟
۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبهوروسته له هغه چې د کرونا وبا د اروپا په ګډون په آلمان کې په چټکۍ سره خپره شوه، د دهغه هیواد حکومت د دې وبا د خپريدو د مخنيوي له پاره یو لړ جدي اقدامات پيل کړل. د آلمان حکومت په دې وروستیو کې، له نورو هیوادونو څخه آلمان ته د داخلیدونکو کسانو پر راتګ باندې یو لړ جدي محدودیتونه وضع کړل.
د حکومت په تازه اقداماتو کې له نورو اروپايي هیوادونو څخه آلمان ته د راتلونکو آلماني اتباعو، په دې هیواد کې د اوسیدونکو بهرنیو اتباعو او د نورو هیوادونو د اتباعو له پاره چې غواړي د آلمان خاورې ته داخل شي، دوه اونیزه اجباري قرنطین شامل دی.
د روان کال په مارچ میاشت کې، د آلمان حکومت له اتریش، سویس، فرانسې، لوکزامبورګ او ډنمارک هیوادونو سره، د پولو په اوږدو کې د کنټرول تدابیر وضع کړل. دویچه ویله تشریح کوي چې د کرونا ویروس اړوند دغه محدودیتونه څه ډول دي:
د آلمان د تازه اقداماتو له مخې، د اروپايي هیوادونو د اتباعو په شمول ټول بهرني اتباعد آلمان ته په ځانګړو شرایطو کې د داخلیدو حق لري. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې لاندې شرایط وضع کړي دي:
-
هغه کسان چې د آلمان رسمي اقامه ولري او یا په آلمان کې خپل کور ته تلل غواړي، دغه هیواد ته د تګ اجازه لري.
-
ډيپلوماتانو او یا هغه کسان چې د کاري قرارداد له امله د کار په هدف دغه هیواد ته غواړي سفر وکړي، د داخلیدو اجازه لري.
-
په بیړنیو حالاتو کې مثلاً د روغتیايي درملنې په موخه، یو څوک کولی شي آلمان ته داخل شي.
-
هغه کسان چې غواړي خپل هیواد یا کور ته ولاړ شي، او بله لار نه وي، نو کولی شي چې د آلمان له لاري خپلو هیوادونو او کورونو ته سفر وکړي.
د حکومتي سرچینو په حواله، د توکو د لیږد رالیږد په برخه کې په کار بوخت کسان هم د آلمان خاورې ته له لږ ممانعت پرته د داخلیدو اجازه لري.
آیا آلمان د سیلانیانو له پاره پرانیستی دی؟
په اوسنیو شرایطو کې د آلمان خاوره د هغو کسانو پر وړاندې تړلې ده چې غواړي دغه هیواد ته د سیل او چکر په موخه سفر وکړي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله هغه غیر آلماني اتباع چې غواړي پرته له اساسي ضرورتونو دغه هیواد ته داخل شي، ښايي آلمان ته يې د داخلیدو مخه ونیول شي.
دغه محدودیتونه د څومره وخت له پاره ادامه پیدا کوي؟
د دې پوښتنې ځواب په لنډو کلماتو کې دا دی چې دغه راز محدودیتونه به تر هغې پورې پر خپل ځای پاتې وي، ترڅو پورې چې ورته اړتیا وي. خو بیا هم، د آلمان حکومت د اپریل میاشتې تر نیمايي پورې، په دې هیواد کې د عامه ځایونو تړل کیدل تمدید کړي دي، خو دا لا هم واضح ده چې د پولو کنټرول به تر کوم وخته پورې ادامه ولري.
په عمومي توګه، د شینګن د حوزې سیمه او هیوادونه ښايي په یوه وخت کې د دریو میاشتو له پاره د پولو کنترول عملي کړي. اروپايي ټولنې په دې ترڅ کې وړاندیز کړی دی چې د پولو کنټرول دې، د روان کال د می میاشتې تر ۱۲مې نیټې پورې وغځول شي. د کرونا د وبا وضعیت ته په کتو سره، د دغو اقداماتو د پای نیټه ښايي بیا هم تغیر وکړي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، د آلمان د پولې ساتونکې چارواکي حق لري چې دغه هیواد ته د خلکو د داخلیدو او یا ممنوعیت پریکړه ونیسي او دغه اقدامات عملي کړي.
زموږ له آرشیف څخه: