1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: اُتريش د موبايل تليفونونو معلومات ارزوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

تر دمګړيه په اُتريش کي د کرونا ويروس خپریدل مخ پر کمیدو دی. حکومت تر ایستر اختر وروسته د قیوادتو د کمولو ترڅنګ يو بله لانجمنه طرحه هم غوره کوي ، چي ټوله نه دي ورته خوشاله.

https://p.dw.com/p/3aTG4
Coronavirus - Österreich Sebastian Kurz Mundschutz
انځور: picture-alliance/dpa/A. Wenzel

اُتريش غواړي چي د کرونا پر ضد مبارزه کي د راتلونکي مسيحي اختر ايستر يا عيدالقيام وروسته د موبايلونو حدود و اربعه وارزوي. موبايل تليفونونه چي لګېدلي وي نو شاوخوا انتنونه يې معلومولای سي چي دمګړی دغه موبايل په کومه ساحه کي دی. د اُتريش صدراعظم زېباستيان کورڅ و ژورنالستانو ته د خبرو پر وخت همدې ته اشاره وکړه چي ښايي حکومت د موبايل تليفونونو ياد معلومات وکاروي. د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د دغه ۳۳ کلن صدراعظم نقل قول راوړی: «موږ ټول يو هدف لرو، هغه دا چي ژر تر ژره خپله آزادي بېرته په لاس راوړو.» د کورڅ په وينا د دې له پاره به اضافي اقداماتو ته اړتيا وي او په دې ترڅ کي به د موبايلونو د حدود و اربعه يا د شتون د ځان د معلوماتو ارزول يو «مهم بنسټ» وي. د اُتريش هغه اتباع چي ځيرک تليفونونه نه لري، ښايي هغوی ته د شتون د ځای معلوموونکی د کلي بند ورکول سي.

د کورڅ په وينا د موبايل تليفونونو د ځای د معلوماتو د ارزولو تر څنګ بايد د کرونا ويروس چټک معاينات او د ټولو هغو کسانو د منزوي کولو اقدامات هم مهم دي چي د ناروغ سره يې تماس لرلی وي. هغه زياته کړې چي د اُتريش هيواد د کرونا ضد ستراتيژۍ نور مهم اړخونه به د هغو ډلو لا زياته ساتنه وي چي له کرونا څخه ورته زيات ګواښ پېښ دی. د دې تر څنګ به د فاصله ساتنې اصول په کلکه توګه عملي کيږي. نوموړي د دې تر څنګ زياته کړې چي د خولې او پزي د پټولو د ماسکونو مکلفيت به نور هم پراخ کړل سي:«هغه اصول چي په لويو سوپرمارکېټو کي منطق لري نو طبعا د ژوند په نورو ساحو کي هم منطقي دي.»
د شرکتونو ډله غواړي ماسکونه وګنډي

Wien Maskenpflicht in Supermärkten
په سوپر مارکیټونو کې د ماسکونو استعمال الزامي دیانځور: picture-alliance/picturedesk/APA/H. Fohringer

د اُتريش هيواد يو شمېر شرکتونو په مشترکه توګه د روغتيا د سکټور کارکونکو ته د ماسکونو جوړولو طرحه چمتو کړې ده. دا د دې له پاره چی په اُتريش کي د په لوړه اندازه ماسکونو اړتيا پوره کړله سي او د ماسکونو پر نړيوال بازار د اُتريش اتکأ او اړتيا ختمه کړله سي. د اُتريش د اقتصاد وزيري مارګارېت شرامبيوک په ويانا کي د خبرو پر وخت خوشبيني ښودلې او ويلي يې دي چي په نژدې لږو ورځو کي به د ماسکونو ورځنی توليد ۱۰۰ زرو ته ورسيږي. د هغې په وينا د هغه وروسته به حتی په ورځ کي د نيم مليون ماسکونو توليد ممکن سي. خو د دغې وظيفې د پوره کولو له پاره څو سوه خياطانو ته اړتيا سته او لټون يې ادامه لري.

د صدراعظم کورڅ حکومت پلان لري چي د ايستر اختر د مسيحي ديني ورځو وروسته په هغو بنديزونو يا «شټ ډاون»کي نرمي راولي چي په دغه هيواد کي د مارچ له شپاړسمي لګول سوي دي. ويل سوي چي حکومت به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۵مه نېټه) په دې تړاو خپل پلان معرفي کړي. کورڅ ويلي چي د ملي اقتصاد له پاره د اهميت له کبله به په تجارتي کارونو بېرته پېل وسي خو ښوونځي به تر هغه وروسته پرانستل سي. هغه خبرداری ورکړ چي اُتريش لا له ګواښ څخه نه دی وتلی که څه هم چي پرمختګ مثبت دی. هغه زياته کړې: «که موږ مخ په وړاندي هم منظم پاته سو او حوصله وکړو، نو بيا هم د دغې ناروغۍ سره مبارزه کولای سو او هم په اقتصادي توګه بېرته راپورته کيدلای سو.»

په اُتريش کي د مارچ مياشتي له نيمايي راهيسي بېله خوراکي موادو د مغازو او درملتونونو يا دواخانو نور ټول دوکانونه او تجارتونه بند کړل سوي دي. په دې ترڅ کي رستورانتونه او کافې يا چای خانې هم بندي دي. د دې تر څنګ پر د باندي وتلو محدوديتونه لګول سوي. دغه اقداماتو خپل اغېز ښودلی او په وروستيو ورځو کي د کرونا ويروس د خپریدو سطحه په ورځ کي تر ۴ سلنې ټيټه پاته سوې ده. د جان هوپکينس انستيتيوت د شمېرو له مخي په اُتريش کي نژدې ۱۲ زره کسان په کرونا اخته دي او له کبله يې ۱۸۶ انسانان وژل سوي دي.