1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ ايټاليا د ميلان او ونيز ښارونه قرنطين کوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

د ايټاليا لومړی وزير وايي چې د کرونا ويروس د چټکې خپريدا سره د مقابلې له پاره، د هيواد شمال کې نورې سيمې هم قرنطين کيږي. ونيز او ميلان لوی ښارونه هم پکې شامل دي چې په ميليونونو کسان په کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3Z2aa
Italien Coronavirus in Mailand
انځور: Reuters/F. Lo Scalzo

د ايټاليا حکومت، د کرونا ويروس (کوويد-۱۹) د خپريدو د مخنيوي له پاره، د لومباردي ټوله سيمه او څو نور ايالتونه د «سرې سيمې» په توګه علان کړي دي. په دغې سيمه کې څه باندې لس ميليونه انسانان ژوند کوي، چې د ايټاليا لوي اقتصادي ښار ميلان هم په کې شامل دی.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د ايټاليا لومړي وزير، جوزپه کونته، د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۸مه) اعلان وکړ چې د لومباردي ټوله سيمه او د ايټاليا په شمال کې نورې پراخې سيمې قرنطين کيږي. په دغې سيمه کې د ونيز ښار هم راځي.

حکومت دغه سخت تدابير وروسته له هغې اعلانوي، چې يوازې په يوه ورځ کې د ايټاليا په شمال کې د نوي کرونا ويروس د ابتلا ۱۲۰۰ نوې پيښې ثبت شوې.

Italien Rom | Coronavirus | Giuseppe Conte, Ministerpräsident
د ايټاليا لومړي وزير، جوزپه کونتهانځور: Reuters/R. Casilli

که څه هم ايټالوي چارواکو تر اوسه شمالي سيمو ته سفرونه ممنوع اعلان کړي نه دي، خو ويلي يې دي چې دغو سيمو ته تګ راتګ کم شوی او ښارونو ته دخول او خروج په شديده توګه کنتروليږي.

 تر دې وړاندې د ايټاليا په شمال کې يوازې څو کوچني ښارونه چې د کرونا ويروس د خپريدا اصلي ځايونه ګنل کيږي، قرنطين شوي ول. د حکومت نوی اعلان به د دغه هيواد د يو پر څلورمه برخه نفوس پر سفرونو باندې د محدوديت وضع کولو په معنی وي.

 په عين حال کې د لومباردو ځينو سيميزو مسئولانو بيا د حکومت دغه نوي تدابير، له وخت نه وړاندي عجولانه او هرج و مرج رامنځ ته کيدونکی اقدام ارزولی دی.

د دغو نوو تدابيرو پر اساس، په ټولو هغو ښارونو کې چې د «سرې سيمې» په توګه اعلان شوي، هر ډول فرهنګې، سياسي، ورزشي، سياحتي او مذهبې غونډې د اپريل مياشتې تر درېمې پورې ممنوع شوي دي.

تر دې وړاندې يوازې د ايټاليا په څو کوچنيو شمالي ښارونو کې ښوونځي رخصت ول، خو اوس په پام کې ده چې دغه رخصتيانې د لومباردې او لسو شمالي ايالتونو کې هم د اپريل تر دريمې ادامه وکړي.