1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا پر ضد مبارزه او ستونزې يې

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې له کرونا سره جدي مبارزه کوي خو ځینې نیمګړتیاوې له تېرو دریو میاشتې ورپاتې دي. د روغتیا نړېوال سازمان بيا په افغانستان کې د کرونا ضد میلیونونو ډالرو د لګولو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3ddrU
Afghanistan Herat Gesundheitssystem Coronakrise
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د عامې روغتیا ځای ناستي وزیر احمد جواد عثماني د روغتیا نړېوال سازمان له استازي سره نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۱۱مه) ګډې خبري غونډې ته وویل چې د کوید ـ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په نوې کړنلاره کې خصوصي روغتونونه هم شامل شوي.

د وروستیو شمېرو له مخې، تېرو ۲۴ ساتونو کې د ټول هېواد په کچه ۷۴۷ مثبت پېښې ثبت شوي، چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ زره او ۸۹۰ ته لوړ شو.

ډاکټر عثماني د کرونا ناروغی له چټکې پراختیا د اندېښنې په څرګندولو سره وویل:«د کرونا ویروس روغتیايي سیستم سخت اغیزمن کړی، مونږ هڅه کوو چې د نویو تګلارو په تطبیق سره په ټولو روغتیايي مرکزونو کې اړین او بنسټیز روغتیايي خدمتونه ډیر کړو.»

عثماني وویل کرونا سره د مبارزې برخه کې به هغه چارې ترسره کړي، چې باید درې میاشتې مخکې شوې وای.

کرونا سره مبارزه کې د خصوصي سکتور راښکېلول

عامي روغتیا وزارت په لومړي ځل اعلان وکړ چې تردې وروسته خصوصي روغتونونه هم د کرونا درملنه کولای شي. ښاغلي عثماني وویل: «خصوصي روغتونونه د عامي روغتیا وزارت د معیارونو په نظر کې نیولو سره تردې وروسته د کرونا درملنه کولای شي.» تردې مخکې خصوصي سکتور د کرونا د تشخیص او درملنې اجازه نه درلوده.

افغانستان کې داسې مهال د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لوړیږي، چې د روغتیا نړېوال سازمان وايي افغان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې تر اوسه ۵ میلیونه ډالر لګولي. افغانستان کې د روغتیا نړېوال سازمان استازي ډاکټر ریک پییر کورن خبریالانو ته وویل: «د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له پيله، افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د روغتیايي کارکونکو د روزنې، د ټسټونو ډیروالي او د روغتیايي تجهیزاتو برابرولو برخو کې مرستې کړي.»

په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو د لګښت او د نړېوالو مرستو د راتګ سربیره هم کرونا پېښې نه یواځې ډیریږي، بلکې یو مرګونی وضعیت یې خپل کړی.

د اکسیجن نشتوالی

په کابل کې یوازې افغان – جاپان روغتون دی چې پکې د کرونا د ناروغانو درملنه کیږي. ددغه روغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې د نن پنجشنبې ورځې یواځې په څو ساتونو کې د اکسیجن د نشتوالي له امله ۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د افغانستان په کچه په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د مصنوعي اکسیجن نشتوالی پر یوې جدي اندېښنې اوښتی.

Afghanistan Herat Gesundheitssystem Coronakrise
په ټول افغانستان کې په روغتيايي مرکزونو کې د مصنوعي اکسيجن نشتوالی پر یوې جدي ستونزې بدل شویانځور: DW/S. Tanha

کرونا او فساد

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د میلیاردونو افغانیو لګولو سربیره هم د کرونا پیښو د ډېریدو اصلي لامل په اړوندو سکتورونو کې فساد بولي. ددې جرګې یوه غړي ضیاالدین اکازي وویل:

«نړیوالو له کووید ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې په میلیونونه ډالر مرستې وکړې، خو د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د اکسیجن د نشتوالي له امله ناروغان مړه کیږي.» د وکېلانو پر باور د کرونا په نوم له بهره راتلونکې پیسې شخصي جیبونو ته ځي.

د کرونا ضد درمل جوړولو ادعا
هاخوا په افغانستان کې هغه حکیم چې د کرونا ضد درمل جوړولو ادعا یې کړې لا هم د درملو په جوړولو بوخت دی. عامې روغتیا وزارت ویلي ول چې د حکیم الکوزي درمل کې په لوړه فیصدي تریاک او نور نشه يي مواد ګډ شوي، نو ځکه یې د هغه د درملو په ویش بندیز لګولی.

ان تیره ورځ دغه وزارت، کورنیو چارو وزارت ته ددغه حکیم د نېولو او څارنوالی ته د معرفي کولو مکتوب هم استولی دی.

خو کرونا سره د مبارزې په نوم یو مدني بنسټ وايي، حکیم الکوزی د خپلو جوړو کړو درملو په اړه علمي او تخنیکي بحث ته چمتو دی. دغه بنسټ ادعا کوي چې تراوسه درې سوه ۵۰ زره کسانو دغه درمل خوړلي او دا لړۍ روانه ده.

یاد بنسټ وايي اوسمهال حکیم الکوزی کندهار ته تللی او هلته د نورو درملو په جوړولو بوخت دی.

د ولایتونو په کچه د کرونا د مثبتو پیښو تازه شمېرې ښيي چې په کابل کې ۳۱۱، هرات کې ۱۸۱، کندهار کې ۵۰، ننګرهار کې ۳۶، پکتیا کې ۷۸، بادغیس کې ۳۲، پروان کې ۲۱، لغمان کې ۵، فراه کې ۶، کنړ کې ۱۰، غور کې ۸ او کاپیسا کې ۱۰ مثبت پیښې ثبت شوي.

 د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۳۲۴ کسان له دې ناروغی روغ  شوي هم دي.

اسماعیل شاکر – کابل