1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

کرونا: ‌افغانستان۱۰ زره بنديان آزادوي

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

افغانستان به تر ۵۵ کلونو زيات عمرلرونکي ۱۰ زره بنديان آزاد کړي، څو د کرونا د خپرېدو مخه ونيسي.‌ دغه خبره چارواکو د پنجشنبې په ورځ‌ وکړه.

https://p.dw.com/p/3a7Jp
Gefängnisaufstand in Afghanistan
انځور: AP

ولسمشر غني داسې فرمان لاسليک کړی چې له مخې يې به په زرونو بنديان «د کرونا ويروس له کبله آزاديږي»،‌ دغه خبره د ولسمشر اشرف غني‌ د فتر يوه چارواکي کړې ده.‌

د خوشې کېدونکو کسانو په ډله کې به د وسله والو ډلو لکه د طالبانو او داعش غړي‌ شامل نه وي. دغه بهير به د دوو چارواکو په قول د لسو ورځو په ترڅ‌ کې بشپړ شي.

د افغانستان لوی څارنوال،‌ فريد حميدي‌،‌ ويلي دي چې «له دغه فرمان څخه به هغه بنديان مستفيد شي چې جدي‌ روغتيايي ستونزې لري او همداراز ښځې او ماشومان.»

په افغانستان کې د کرونا پېښې پر ډېرېدو دي

افغانستان تر دې دمه په کرونا ويروس د اخته کسانو ۹۱ موارد اعلان کړي دي چې درې تنه يې سربېره پر دې مړه شوي هم دي. له دغو پېښو څخه يې ۵۴ موارد له هرات څخه رپوټ‌ شوي‌ دي.

‌نړيوالو مرسته کوونکو ډلو په تېرو اوونيو کې د افغانستان په زندانونو کې د ويروس له خپرېدنې څخه اندېښنه ښکاره کړې ده.‌

احمد رشيد طوطاخيل چې د زندانونو د عمومي‌ مديريت مشر دی، ويلي، دغه پرېکړه چې لس زره بنديان آزاديږي، له دې کبله شوې چې د کرونا د ژر خپرېدونکي‌ ويروس مخه ونيول شي.

دا خبره لا څرګنده نه وه چې آيا ياد بنديان به لومړی معاينه کيږي او تېست به ورڅخه اخيستل کيږي‌ يا دا چې طبي‌ مرسته به ورسره صورت نيسي، مخکې له دې چې په ټول هېواد کې له زندانونو څخه آزاد شي، که څنګه.