1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: اروپايي ټولنه غواړي ۵۰۰ ميلیارده یورو مرسته وکړي

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

اروپايي ټولنه غواړي د ۵۴۰ ميلیارده یورو په واسطه له کرونا بحران سره مقابله وکړي. د اروپايي ټولني په تاریخ کي د تر ټولو لويي اقتصادي بستې د تیري شپې دغه توافق ته د ټولني د مالیې وزیران تر اوږدو بحثونو ورسته ورسیدل.

https://p.dw.com/p/3akb0
Portugal Lissabon Präsident der Euro-Gruppe Mario Centeno während Videokonferenz
انځور: picture-alliance/ROPI/P. de Melo Moreira

د اروپايي ټولني هيوادونو د مالیې وزیرانو په تیرو خبرو کي تر نه پرمختګ وروسته په یوه دوهم ویدیويي کنفرانس کي تر فقط یوه ساعت وروسته پردې باندي بريالي سول، چي په ډیري چټکۍ سره دغه توافق ته ورسیږي.

د یورو حوزې د ګروپ پرتګالي رئیس او د دغه هیواد د مالیې وزیر، ماریو سینتینو وکولای سول چي د هالنډ او ایټالیا تر منځ د کریډت ورکولو پر تګلاري باندي سخت اختلاف تر اوږدو مخکنیو خبرو وروسته له منځه یوسي.

د پنجشنبې په ورځ تر ۱۶ ساعتونو خبرو وروسته په اوله کي هغه له ناکامۍ سره مخامخ او قطع سوې. خو سینتینو په خوشالۍ سره وايي، چي «موږ اوس یوې نتیجې ته ورسیدلو» هغه زياته کړه موږ تیار یوو، چي خپل اختلافات یوې خواته پریږدو. موږ یو قاطع او ښه تصمیم ونیوی، کوم چي څو اوونئ دمخه هم د تصور وړ نه وو.

د جرمني د مالیې وزیر، اولاف شولڅ تر دغه توافق وروسته په خپل تویت کي د ارامۍ احساس بیان کړ او دا ئې د اروپا له پاره د همدردۍ او قوت یوه لويه ورځ وبلله.

هغه وویل، چي اروپايي ټولني د کرونا افت په سبب رامنځته سوي اقتصادي چيلينج ته درې ډیر قوي جوابونه ورکړل.

اول جواب: د اروپا د پانګي اچوني بانک به په ۲۰۰ ميلیارده ډالرو سره د اروپايي ټولني په ټولو غړو هیوادونو کي کوچنیو او متوسطو شرکتونو ته ارزانه او مساعده قرضه ورکوي. د دې په خاطر به اروپايي ټولنه د بانک سرمایه ۴۰ ميليارده يورو ډیروي.

دوهم جواب: د اروپايي ټولني کمیساري به په ټولنه کي د بیکارانو د صندوق له پاره بیمه جوړوي. په دې سره به د مثال په ډول د لنډي مودې بې کارانو سره کومک کیږي. په دغه بیمه کي به ۱۰۰ ميلیارده یورو سرمایه ګذاري کیږي.

دریم جواب: هغه دولتونه چي مالي تأسیساتو او بانکونو ته لوړه ټکټ پولي ورکوي، لکه ایټالیا، هسپانیا او یونان به احتیاطأ د اروپا د همدردۍ میکانیزم له صندوق څخه قرضه په لاس راوړي. د دې له پاره ژغورونکي صندوق ۲۴۰ ميلیارده یورو په اختیار کي ورکوي. دا د یورو زون د اقتصادي توانايي دوه فیصده ده.

د اروپا د همدردۍ له میکانیزم څخه پور

د دغه پور د ورکولو د تګلاري پر دریم جواب باندي د هالنډ او ایتالیا تر منځ تر اخره پوري سخته دعوی وسوله. هالنډ د قرضې ورکولو په خاطر جدي شرایطو غوښتنه کوله، کوم چي دایټالیا له خوا په تکرار سره ردیدله.

د ایټالیا د مالیې وزیر، روبرتو ګوالتیري غوښتل چي د دې مخنیوی وکړي، چي دغه بانک دي خپل کنټرولران روم ته ولیږي، په عین ډول لکه ترویکا چي ۷ کاله دمخه یونان خپلي تګلاري ته مجبوره کړ.

د پرون شپې رامنځته سوي سازش مطابق په نظر کي دي، چي اوسنۍ قرضې به مستقیمأ د ژغورونکي صندوق څخه د کرونا ویروس او هغه په مقابل کي احتیاطي تدابیرو سره د مبارزې په خاطر ورکول کیږي. په محل کي به د هغه تعقیب نه کیږي.