کرزي د افغاني ملکي وگړو وژنه په کلکه وغندله
۱۳۸۵ اسفند ۱۴, دوشنبهاعلان
تر نښتو وروسته بيا افغانانو احتجاجي لاريونونه په لاره واچول. څارونکي په دې اند دي چې د ملکي وگړو د وژل کېدو له امله به د بهرنيو ځواکونو د شتون ملاتړ په هېواد کې وار په وار کم شي. دا په داسې حال کې ده چې په کاپيسا کې هم دا دم نه تنه ملکي وگړي د ناټو د يو هوايي بريد په پايله کې وژل شوي دي. د ناټو سرتېري دا مهال د طالبانو د پسرلنيو بريدونو دپاره چمتو والی نيسي.