کای آيده په افغانستان کي د عاجل تحول غوښتنه وکړه
۱۳۸۸ اسفند ۱۴, جمعهده پرون دخپل ماموريت په اخرني مطبوعاتي کنفرانس کښي وه ويل چه په افغانستان کښي يوچټک تغيراو تحول ته ضرورت دی .
نوريې ډير وخت نه درلودی چه د ژورنالسټانو سره خبري وکي ، خوده دخپل اخرني چانس څخه هم کار واخيستی تر څو دافغانستان په ارتباط يو څود خبرداري ټکي بيان کي .
کاي ايډي داسي ووويل،
«سږکال به دافغانستان دپاره د طالبانو تر ليري کيدو راوروسته يو مهم کال وي. دا داسي يو کال چه په هغه کښي منفي ميلان ته خاتمه ورکول سی چې ،په غير د هغه به دهغه راګرزول ډير ګران تمام سي . »
سربيره پردې د افغانستان دپاره د ملګروملتو( يوناما) نماينده په عين ډول دا تاکيد هم کاوه چې ، خلک بايد ډير ژر د ډيروشيانو انتظارهم ونلري .
کای بيا وايې ،
«په داسي يوه هيواد کښي چه د کړکيچونو اوشخړو له کبله ورته پوره تاوان رسيدلی دی ، په يوه يا دوو کلو کښي پوره کاميابي ممکنه نده. »
د امريکا جمهورريس اوباما څرګنده کړيده چه ، امريکايې عسکر به د 2011 ميلادي کال په دوبي کښي د افغانستان څخه په وتلو شروع وکي .
کای ايډي د مطبوعاتي کنفرانس په پای کښي د افغانستان دپارلماني انتخاباتو په اړه هم خبري وکړي .څو ورځي دمخه داسي آوازې خپرې سوې چه دافغانستان جمهورريس حامد کرزی د يوه قانون د وضع کولود لاري خارجی څارونکي د شکايتونو د کميسون څخه ليري کول غواړي ،او که چيري دغه کار ترسره سي ، نو نړيواله اغيزه او څارنه به د انتخاباتو پرجريان خورا ضعيفه سي . پدې باب کای ايډه وايې ،
«ما په تيروهفتو کښي د ددغو مسایلو او تشويشو په باب د افغانستان دجمهورريس حامد کرزي سره خبري وکړې ، چه زه او بين امللي ټولنه ددغه قانون په اړه ترديد لرو .»
کای آیده اضافه کوي چه مګر په دې لار کښي تر ډيره حده پوري پرمختګ راغلی دی . د جمهور رياست د انتخاباتو پر مهال د ملګرو ملتو د خاص استازي کای ايده او دده د مرستيال ترمنح شخړي رامنځ ته سوي وې . دده معاون پيټر ګالبريټ پرکای ايډه دا تور لګاوه چه د انتخاباتو دغلطيو په ارتباط ډير څه نه کوي ،او بلاخره يې خپله وظيفه پريښوول .
کای آيډه د مارچ په مياشت کې رخصتيږي ، خو د خپل ماموريت په اخرني وخت کې غواړي چه يوڅو انتقادي ټکو ته اشاره وکي ، او وايي چه په افغانستان کښي اصلي توجه غلطو موضوعګانو ته سويدي . دی وايی ،
«ټولي خبري نظامي اړخو ته متوجه دي . سياسي اواجتماعي برخوته ډيره کمه پاملرنه کيږي . زموږ ستراتيژي ترډيره حده پوري په نظامي هڅو پوري تړلي وه او سياسي اجنډا يوازی په څنګ کې ورسره ملګرې وه .پداسي حال کښي چه بايد سياسياجنډا مو د خپلو کاميابيو اساس ګرزولی وای . »
د طالبانو سره په اخرني وخت کې خبري کول د ايډه په نظر کيدای سي چې د مسلو د حل د راکابو کولو دپاره يو ګام وي ، او زه هم پخپله دداسي خبرو اتروطرفداره او ملګری يم ، اواوس ددې وخت رارسيدلی دی چه خبري وسي .
کاستنر/ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري