1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانګو: سیلابونو او مځکي ښویدونو ډېر انسانان مړه کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کي سختو سیلابونو تر ۱۲۰ اضافه انسانان مړه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KuKH
DR Kongo | Erdrutsch Starkregen Unwetter
انځور: Samy Ntumba Shambuyi/AP Photo/picture alliance

دغه خبره د کانګو داخله وزارت تائید کړې ده. یوازي په پایتخت کینساشا کي د صدراعظم، جان میشل لاکونډه په حواله  ۵۵ انسانان مړه سوي دي. په خبره یې عمومي جادې او سړکونه سخت متضرر سوي او حداقل د درو ورځو له پاره بند دي.

په کینساشا کي ډېر هغه کورونه چي نړیدلي دي، بې له اجازې جوړ سوي وه.