1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا: د یوه مکتب سره په فیرونو کي څلور کسان ټپیان سوي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د کاناډا د ملیوني ښار، مونتریال د یوه مکتب سره نژدې په فیرونو کي څلور انسانان ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/4JQZQ
Kanada Montreal Main
انځور: Alexis Gacon/DW

د پولیسو د یوې ویاندې په حواله پرون جمعه ترغرمې وروسته د مونتمورینسي د کالج مخته په یوه پارک کي ډیر فیرونه وسول. څلور زخمیان سوي کسان مکتب ته وتښتیدل او وروسته د معالجې پخاطر یوه روغتون ته انتقال سول. 
د دغو فیرونو انگیزه په اول سر کي معلومه نه وه. تر هغه وروسته چي پولیسو لوی عملیات شروع کړل، د تقریبأ سلو زرو شاگردانو او معلمانو دغه لوی مکتب تر ماښامه پوري تړلی پاته سو.